جلرېز میدان وردګ

طالبانو د میدان وردګو جلرېز ولسوالۍ کې ۱۸ ملکیان ځان سره وړي

ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازي مهدي راسخ وایي، د دې ولایت جلرېز ولسوالي کې طالب جنګیالیو ۱۸ ملکي وګړي تښتولي دي.

ښاغلي راسخ اطلاعات روز ته وویل، طالبانو دغه کسان نن (چهارشنبه، ۵ لیندۍ) د جلرېز «سیاه پیتاب» سیمې څخه تښتولي او د دې سیمې جومات ته یې وړي دي.

هغه زیاته کړه چې تښتول شوي کسان د بهسودو ولسوالۍ لومړۍ حصې اوسېدونکي دي. مهدي راسخ زیاته کړه: «طالبانو دغه کسان له څو موټرو ښکته کړي. وروسته یې ښځې او ماشومان ترې بېل کړي، سړي یې له ځان سره وړي او ښځې یې نورو موټرو کې کابل ته لېږلي.»

ښاغلي راسخ ټینګار وکړ، دغه کسان د سید تقي په نوم چې په «بچه سید فروتن» مشهور دی او په دې وروستیو کې طالبانو سره یو ځای شوی، تښتول شوي دي.

طالبانو ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

میدان وردګ ولایت د کابل سوېل ته پروت یو ناامن ولایت دی، چې طالبانو ډله یې ځینو برخو کې فعاله ده.