کرونا افغانستان کې

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۲۶ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته پېژندل شوي

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۲۷۸ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۲۶ پایلې یې مثبتې وې.  

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا، پروان، نیمروز، لوګر، میدان‌وردګ، لغمان، زابل او نورستان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۵ زره او ۷۱۶ تنو ته ورسېد.   

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۸۷ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۶ زره او ۲۳۲ تنو ته ورسېد.       

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۹ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۷۳۷ تنو ته ورسېد.