د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون چارواکي وایي، د دې روغتون اړوند د کرونا تجرید څانګې سره د پنځو مصنوعي تنفسي الو مرسته وشوه.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نصیر احمد دراني نن (پنجشنبه، ۶ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې، د USAID ادارې له لوري د شاوخوا شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرونا تجرید روغتون سره د پنځو مصنوعي تنفسي الو مرسته ترسره شوه.
ښاغلی درانی وایي، تیره اونۍ هم یادې ادارې د عامې روغتیا له روغتون سره د کرونا په برخه کې د ۷ لاسجوړو (مصنوعي) تنفسي الو مرسته کړې وه.
دراني زیاته کړه: «د USAID ادارې له خوا نن د پنځو مصنوعي تنفسي الو مرسته له مونږ سره وشوه چې په دې سره به تر ډیره شته ستونزې حل شي.»
د ننګرهار روغتیايي چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرونا د دویمې څپې د راتلو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.