مالیې وزارت

مالیې وزارت ۲۰۰ کارکوونکي تقاعد کړل

د هېواد مالیه وزارت وایي، د دې وزارت ۲۰۰ کارکوونکي چې د چوپړ دوره یې پای ته رسېدلې وه، تقاعد کړل.

هغه خپرپاڼه چې نن (شنبه، ۸لیندۍ) د مالیې وزارت له لوري خپره شوې، په کې راغلي چې په تقاعد شویو کسانو کې له ورودي کچې تر درېیم بست پورې کارکوونکي ول.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دغه کارکوونکي د نورو وړ کادرونو په ځانګړي ډول ځوانانو او د ملکي چوپړونو قانون پر بنسټ تقاعد شوي دي.

مالیې وزارت دغه راز ویلي، چې ټول خالي شوي بستونه په تدریجي ډول ازادې سیالۍ ته ږدي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې دغه کار داسې تنظیم شوی څو د مالیې وزارت په کارونو کې ځنډ را نه شي.