ملي روغې جوړې شورا

غني له عبدالله، کرزي او سیاف سره د ملي روغې جوړې عالي شورا د جوړښت پر څرنګوالي غږېدلی

اطلاعات روز: ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله، مخکیني ولسمشر حامد کرزي او له جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف سره لیدلي دي.

دغه لیدنه نن (یکشنبه، ۹لیندۍ) مخکې له غرمې په ارګ کې شوې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي، په دې لیدنه کې د سولې پر لړۍ، د ملي روغې جوړې عالي شورا د جوړښت پر څرنګوالي او د دې شورا د لومړۍ ناستې په کولو بحث او خبرې اترې کړې دي.

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله پرون هم سره لیدلي و او د یادې شورا د لومړۍ ناستې په کولو یې خبرې کړې وې.

د ملي روغې جوړې عالي شورا د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې پر بنسټ، چې د غویي په اته ویشتمې لاسلیک شوه، رامنځته شوې ده.