وزیران

نوماند وزیرانو ته د تایید رایې؛ د اطلاعات کلتور او ښځو چارو وزیران رد شول

اطلاعات روز: ولسي جرګې نن (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ) د اطلاعات او کلتور وزارت ته نوماند محمد طاهر ظهیر او د ښځو چارو وزارت ته نوماندې حسینه ساپۍ پرته شپږو نوماند وزیرانو او د ملي امنیت عمومي رییس ته د تایید رایې ورکړې.

له دې ډلې ملي امنیت عمومي ریاست ته نوماند احمدضیا سراج ۲۲۰ تایید رایې، کانونو او پټرولیم وزارت ته نوماند محمد هارون چخانسوري ۱۵۴ تایید رایې، زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته نوماند انورالحق احدي ۱۸۹ تایید رایې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته نوماند نورحمان اخلاقي ۱۶۵ تایید رایې، ټرانسپورټ وزارت ته نوماند قدرت الله ذکي ۱۶۵ تایید رایې، ښارجوړونې او ځمکو وزارت ته نوماند محمود کرزي ۱۵۴ تایید رایې، ټولګټو وزارت ته نوماند نجیب الله یمین ۱۴۹ تایید رایې، ترلاسه او په رسمي ډول پر یادو څوکیو وګمارل شول.

خو د اطلاعات کلتور نوماند وزیر د ۷۸ تایید رایو او د ښځو چارو وزیرې حسینې ساپۍ د ۱۱۹ تایید رایو په تر لاسه کولو سره دواړو و نه شوی کولی چې په رسمي ډول وزیران شي.

نن د ولسي جرګې له ۲۴۸ غړیو ۲۴۴ یې حاضر ول چې هر وزیر د بریا لپاره باید ۱۲۳ رایې ترلاسه کړې وی.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني له ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې د یادو څوکیو لپاره نور کسان ور وپېژني.