ننګرهار کې په زرګونه فیره مرمۍ او چاودېدونکي توکي کشف شوي

اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې یې پولیسو زرګونه فيره مرمۍ او چاوديدونکي توکي کشف کړي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن(دوشنبه،۱۰ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره ورځ ناوخته د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پولیسو په يوې کنډوالې کې د بېلابېلو سپکو او درنو وسلو ۲۲۰۷ فيره مرمۍ او چاوديدونکي توکي کشف او ترلاسه کړل.

فریدخان زیاتوي: «پولیسو په مومندرې ولسوالۍ کې پولیسو په یو کنډواله کور کې زرګونه فیره د درنو او سپکو وسلو مرمۍ او چاودیدونکي توکي ترلاسه کړي دي.»

هغه وایي، دې مرميو سره یو اندازه چاوديدونکي توکي هم نيول شوي، خو په تړاو یي څوک نه دي نیول شوي.