ننګرهار کې ځانمرګي

ننګرهار کې دوه ځانمرګي بریدګر نیول شوي

اطلاعات روز:د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، ملي امنیت په دې ولایت کې د عملیاتو پر مهال دوه ځانمرګي بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې نیولي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل نن (دوشنبه،۱۰ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښار او چپرهار ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بریدګر نیولي دي.

امرخېل وایي، یو ځانمرګی بریدګر عبدالله نومیږي چې د کونړ ولایت اوسیدونکی دی او د وسله والو طالبانو د یو غړي ابو سعید له لوري ځانمرګي برید ته هڅول شوی و، ملي امنیت د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې نیولي او یو تن بل زهیرالله چې د کوز کونړ ولسوالۍ اوسیدونکی دی د داعش ډلې له لوري برید ته هڅول شوی و.

امرخیل زیاتوي: «ملي امنیت په جلال اباد ښار او چپرهار ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بریدګر چې یو یې د داعش او بل یې د وسله والو طالبانو له لوري برید ته هڅول شوی و نیولي دي.» تراوسه نه داعش او نه وسله والو طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.