ذکی دریابی

ذکي دریابي او اطلاعات روز ورځپاڼې د نړیوال روڼتیا سازمان فساد سره د مبارزې جایزه وګټله

اطلاعات روز: ذکي دریابي او اطلاعات روز ورځپاڼه د نړیوال روڼتیا سازمان،  د ۲۰۲۰ز کال فساد سره د مبارزې جایزې ګټونکي شول.

د روڼتیا نړیوال سازمان د روان کال لړم په ۲۹مه دې جایزې ته د څلورو وروستیو نوماندانو نوملړ اعلان کړی و، چې ذکي دریابي او اطلاعات روز ورځپاڼه هم په کې ول.

د دې جایزې وروستي ګټونکي نن فساد سره د مبارزې نړیوال کنفرانس نولسمې دورې کې وپېژندل شول. نړیوالې روڼتیا سازمان ویلي، چې سږ کال ۲۲۸ تنه او بنسټونه دې جایزې ته نوماند ول.

د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۰ کال فساد سره د مبارزې جایزې بل ګټونکی د قزاقستان له هېواده بوتاکوز کوپبایوا اعلان شو.

یاد سازمان ویلي، چې دغه جایزه په نړۍ کې د هغو وګړو او بنسټونو د ستاینې په موخه چې له فساده پاکې نړۍ لپاره هڅې کوي، ډالۍ کیږي.

فساد سره د مبارزې جایزه په ۲۰۰۰ کال کې د «روڼتیا جایزه» په نوم پر لاره واچول شوه او په ۲۰۱۶ز کال کې د «فساد سره د مبارزې جایزه» نوم ته واوښته.

د روڼتیا نړیوال سازمان ویلي دي، چې ذکي دریابي او اطلاعات روز ورځپاڼې په افغانستان کې د بیان ازادۍ او خپلواکو ورځپاڼو ډېر کړکېچن حالت سره سره، د حکومتي فساد ننګولو کې لوړ رول درلوده.

دغه سازمان ویلي، «اطلاعات روز د اقتصادي ستونزو سره سره، هیلې ټوکولي او د څېړنې، افشا کولو او د فساد ننګولو کې، د زړورتیا، فداکارۍ او قوي هود ښکاره پیغام استوي.»

 د ذکي دریابي او اطلاعات روز ترڅنګ انا ګومز له پرتګاله، بولورتویا چولوون باتور له مغولستانه او و بوتاکوز کوپبایوا له قزاقستانه د نړیوالې روڼتیا سازمان فساد سره د مبارزې جایزې ترلاسه کولو لپاره نوماندان ول.

د نړیوالې روڼتیا سازمان د مالوماتو پر بنسټ، د پرتګال له هېواده د پارلمان پخوانی سفیر او استازی انا ګومز د بې عدالتۍ او فساد پر وړاندې د لسیزو مسلکي فعالیت له مخې، په سیاست کې د خوځنده وګړو یوه مثبته بېلګه ده، چې ښې حکومتولۍ ته وده ورکوي.

دغه سازمان ویلي، چې انا ګومز «غواړي د عدالت او حساب ورکونې اصل له لنډمهاله ډیپلوماټیکي سرچینو پورته کړي.»

نړیوال روڼتیا سازمان د مغولستان ورځپاڼه لیکونکي بولوتویا چولوون باتور په اړه ویلي دي: « بولوتویا چولوون باتور د کمپاینونو او ورځپاڼه لیکنې له لارې د لوړې کچې چارواکو د ځواب وینې خوځنده هڅو ځواک و. د هغه کارونو د خلکو ترمنځ ستر غبرګونونه رامنځته کړي دي.»

دغه سازمان د قزاقستان ملي هنرستان د مالي او اقتصادی چارو پخواني مرستیال بوتاکوز کوپبایوا په اړه ویلي، هغه ښودلې ده چې فساد سره مبارزه ان په یو بشپړ پوښلي او استبدادي فضا کې هم شونې ده.

د روڼتیا نړیوال سازمان ویلي: «هغه [بوتاکوز کوپبایوا] ان د ګواښونو، تاوتریخوالي او د دندې له لاسه ورکولو ګواښ پر وړاندې ارزښتونو او خپلو اصولو ته ژمن پاتې شو. د مالي فساد افشا یا ښکاره کولو کې د نوموړي اخیستل شوي ګامونه د چارواکو د استعفا او محکومیت لامل شول.»

د ۲۰۱۸ کال فساد سره د مبارزې جایزې ګټونکي

په ۲۰۱۸ز کال کې اسپانیا کې د دولت پخوانی کارکوونکی انا ګاریدو راموس د دې جایزې ګټونکی شو. هغه په اسپانیا کې د ګورتل په نوم د فساد تر ټولو لوړه دوسیه پر لاره واچوله، چې د حکومت د سقوط یا نسکورېدو لامل شوه. هغه د افشا کوونکو د ساتنې لپاره د یو قانون تصویب لپاره د مبارزې په حال کې دی. هغه ویلي: «اوسېدونکي باید د نړۍ بدلون لپاره لاس پر لاس ایښودو سره په تمه و نه اوسي، زموږ هر یو باید د دې بدلون برخه و اوسو.»

دافنه کاروانا ګالیزیا یو بل څېړنیز او تاثیر غورځوونکی ورځپاڼه لیکونکی دی چې د هېواد دننه او بهر یې د ځواکمنو سیاستوالو او وګړو اړوند د فساد سترې دوسیې افشا کړي دي. ده هم فساد سره د مبارزې جایزه ګټلې وه. هغه په ۲۰۱۷ز کال کې ووژل شو.

د ۲۰۱۶ کال فساد سره د مبارزې جایزې ګټونکي

په ۲۰۱۶ز کال کې د کارواش عملیات په برازیل کې د دې معتبرې جایزې ګټونکی شو. کارواش عملیات لومړیو کې د پول شویي یا پیسو مینځلو په اړه یوه سیمه ییزه څېړنه وه او اوس په برازیل کې د فساد دوسیو په اړه په سترو څېړنو اووښتې ده.

د کارواش کاري ډلې څخه دولتي څارنوالان د ۲۰۱۴ز کال د اپریل راهیسې په برازیل کې د اداري فساد د تحقیقاتو په سر کې دي. هغوی د نړۍ په کچه د اداري فساد یو ترټولو لویه قضیه وڅیړله، د پیټروبراس قضیه، دوی د برازیل د اقتصادي او سیاسي اشخاصو ځینې غښتلي غړي محکمې ته راښکل او د سختو جریمو سره یې مخ کړل.

د کارواش عملیات چې همدا اوس هم روان دي، د دې لامل شوی چې د دې هېواد په څو سکټورونو کې جنایي څېړنې پیل شي. دغه عملیات په برازیل کې فساد سره د مبارزې برخه کې د یو نښلېدونکي ټکي په توګه پېژندل کیږي.

د ۲۰۱۴ کال فساد سره د مبارزې جایزې ګټونکي

ټولي مدونسیلا په ۲۰۱۴ کال کې د دې جایزې ګټونکی و. هغه له ۲۰۰۹ز کال راهیسې په سویلي افریقا کې له عمومي بودجې د سمې ګټنې مسوول و او د حکومت په لوړو کچو کې د فساد ادعاوو په اړه یې څېړنه کړې ده چې د سویلي افریقا د وګړو او نړیوالې ټولنې ستاینې سره مخ شوی دی. د مدونسیلا دفتر یواځې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې له ۳۵ زره ډېرو شکایتونو ته رسېدنه کړې ده.

فساد سره د مبارزې نړیوال کنفرانس

فساد سره د مبارزې نړیوال کنفرانس نولسمې دورې له نن څخه په کار پیل وکړ. دغه کنفرانس چې برنامې یې په انلاین بنه ترسره کیږي، پنځو ورځو پورې به دوام لري. په پام کې ده چې فساد سره د مبارزې په موخه د نړۍ راتلونکو ۱۰ کلونو لپاره خپله برنامه د «حقیقت، باور او روڼتیا» تر شعار لاندې پلان او برابر کړي. نړۍ لپاره، ۲۰۳۰ز کال د تلپاتې پراختیا موخو ته د رسېدو کال دی؛ هغه موخې چې په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمع له لوري ټاکل شوې دي.

فساد سره د مبارزې نړیوال کنفرانس د نړۍ ستره نړیواله مجمع ده چې د بېلابېلو حوزو متخصصین فساد سره د مبارزې برخه کې د مرستې لپاره راټولوي. دغه کنفرانس په لومړي ځل د کرونا ویروس خپرېدو له امله په مجازي ډول تر سره کیږي. د دې کال کوربه توب او تنظیم فساد سره د مبارزې او د سوېلي کوریا مدني حقونو کمېسیون د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیوال کنفرانس شورا او د روڼتیا نړیوال سازمان په غاړه لري.

په دې نړیوالې پېښه کې له بېلابېلو حوزو لکه ورځپاڼه لیکنې، سوداګرۍ، هنر او فعالیت له برخو له ۵۰۰ ډېر متخصصین به خبرې وکړي. له ۱۰۰ کارځایونه او شپږ عمومي غونډې به هم په کې ترسره شي، چې په دې غونډو کې فساد سره د نړیوالې مبارزې ځواکمنېدو ته ژمن وګړي شتون لري.

فساد سره د مبارزې جایزه به په رسمي ډول د ډېسمبر په دویمه ګټونکو ته ورکړل شي. ذکي دریابي به د اطلاعات روز په استازولۍ د ګډونوالو پوښتنو ته ځواب ورکړي. د روڼتیا نړیوال سازمان په ۱۹۹۳ ز کال کې د الماني پیټر ایګن او د بېلابېلو هېوادونو د فساد ضد له ۹ نورو مبارزینو له لوري رامنځته شو. دغه سازمان د المان برلین کې دی، له ۱۰۰ ډېرو هېوادونو کې استازولۍ او ۲۰۰۰ کارکوونکي لري. حکومتي بنسټونه، څو اړخیز بنسټونه، بنسټونه، خصوصي سکټور او وګړي د روڼتیا نړیوال سازمان تمویلوونکي دي.