ننګرهار توره بوړه

له کلونو بندېدو وروسته د ننګرهار پچیراګام کې د سلېمانخېلو لار پرانیستل شوه

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، له اوږدې مودې وروسته د پچیراګام ولسوالۍ کې د سلیمانخیلو لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.  

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د پچیراګام ولسوالۍ د سلیمانخیلو له لارې د تورې بوړې لاره چې له کلونو راهیسې تړل شوې وه، بیرته د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، چې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل پچیراګام ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د خلکو سره د ژمنې له مخې او نظامي شورا کې د بحث وروسته د یو پلاوي له ګمارنې او په سیمه کې له ارزونې وروسته دغه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیستله . خوږیاڼی زیاته کړه: «د پچیراګام ولسوالۍ د سلیمانخیلو لاره چې له اوږدې مودې راهیسې بنده وه، د ولایتي چارواکو په همکارۍ پرانیستل شوه.»

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د سیمې خلکو د یادې لارې د پرانیستلو په موخه لاریون وکړ او له ولایتي ادارې څخه غوښتنه وکړه چې لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیزي