ارګون زون

د پکتیکا ولایت د ارګون زون د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل شو

اطلاعات روز: د پکتیکا ولايت د ارګون  زون د سیمه ییزو پوليسو قوماندان عيد محمد، چې په «مملې» مشهور و، د ارګون ولسوالي اړوند په پيرکوټې سيمه کې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.

د امنيه قومانداني ویاند شاه محمد ارين وويل، تېره شپه امنيتي ځواکونو غوښتل چې د ارګون ولسوالي د پيرکوټي امنيتي پوستو ته اکمالات وکړي چې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شول.

ارین وايي، چې په دې نښته کې د ارګون زون د نهو ولسواليو د سیمه ییزو پوليسو قوماندان عيد محمد وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ – ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی مالوم.

عيد محمد اتلس کاله د پوليسو په ليکو کې پاتې شوی و او څو کال يې د ځانګړو ځواکونو له پخواني قوماندان عزيزالله کاروان سره د مرستيال په توګه هم دنده تر سره کړې وه.

محمد په دې ولايت کې يې د سیمه ییزو پوليسو په رامنځته کېدو کې مهم رول درلود.

د ارګون سیمې اوسېدونکي د قومندان عیدمحمد په مرګ خفه دي او وايي چې نوموړی د امنیت د ټينګښت په برخه کې خورا ګټور و.

د دوی له ډلې کوچي عابد وویل وسله والو طالبانو له ډېره وخته د نوموړي د له منځه وړلو هڅې کولې؛ ځکه په خبره یې عیدمحمد د لویو لارو او سیمو امنیت تر ډېره ټینګ کړی و.

له څه مودې راهیسې پکتیکا کې یو ځل بیا جګړې زیاتې شوې دي.

تېره ورځ هم د یاد ولایت د برمل ولسوالي په کاريزګي سيمه کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر امنيتي پوستو ډله ییز بريد کړی و، چې د مسوولینو په خبره دوه پولیس پکې ټپیان و او په متقابل برید کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور  ټپیان شوي و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.