مذهب او انقلاب

مذهب او انقلاب

لیکوال: خبیب علي

مذهب د ټولنیز انحطاط له ختمېدو څخه شروع کیږي. په انساني تاریخ کې چې کله هم استبداد او بې نظمي اوج ته رسېدلې، مذهب سر را پورته کړی او د انقلاب او بدلون هڅه یې کړې ده. د مذهب او انقلاب له همدې ګډولې څخه تهذیب او تمدن زېږیدلي چې د ملتونو په فلاح او کامیابي کې یې رغنده رول لوبولی دی.

معمولا کله چې بې نظمي او بې ثباتي ختمه شي، انسان سره د ژوند د ښه کولو او په ژوند باندې د پوهیدلو فکر پیدا کیږي. د تعمیر سوچ او د سهولت او اسانۍ تصور انسان دې ته هڅولی چې د یوې مرحلې نه بلې مرحلې ته ارتقا وکړي. په اصل کې همدا ترقي د انقلاب او تمدن بنسټ تشکیلوي.

د تاریخ په اوږدو کې د اجتماعي محرومیتونو پر وړاندې لومړنی احتجاج هم د هماغه دور مذهب کړی دی. ممکن همدا وجه وي چې د ټولنې ښکته طبقه تل د مذهب مرستندویه پاتې شوې ده. د اکثرو مذهبونو پیروان هم په لومړي سر کې بې وزله طبقه وي چې مذهب ته عوامي شهرت ورکوي. کله چې مذهب په عوامي کچه شهرت پیداکړي، بیا دربار ته لاره کوي او د رسمي دین په توګه منل کیږي. ښه مثال یې په درېیمه میلادي پېړۍ کې د قسطنطین پاچا د ایمان راوړلو پېښه ده. هغه چې خپل بې شمېره رعیت وکوت چې عیسایت قبلوي، نو خپله یې هم ایمان راوړ او مسلمان شو.

کله کله داسې هم کېږي چې واکمنان د هغه مذهب له منلو انکار کوي چې د ټولنې ښکته طبقه یې پیروان وي. دوی ته په دې کې د ځان او مقام سپکاوی ښکاري چې د ټیټې طبقې د مذهب پیرو شي. اکثره داسې مذهبونه د ټولنیز جبر او غیر معمولي حاکمیت د مخنیوي لپاره رامنځته شوي وي، نو ځکه د ټولنې لوړ قشر یې له منلو انکار کوي. د واکمنې طبقې د واک محدودیت، عوامو ته په دربار کې برخه ورکول او د عدالت پلي کېدل د دې ډول مذهبونو نورې موخې دي.

کله چې په عوامي سطحه رامنځته شوی مذهب دربار ته لاره وکړي، نو ډېر کم داسې پېښیږي چې په خپل پخواني شکل پاتې شي او دربار سره جوړ جاړي ته غاړه کېنږدي. د دې ډول مذهبونو پیروان د خالیصیت پلوي وي او په هیڅ شکل دې ته نه تیاریږي چې مذهب دې د ټولنې اړتیاوې درک کړي او هماغسې دې په کې بدلون راشي. دوی په دې نظر دي چې د مذهب اصلي شکل د هر وخت او زمانې لپاره پوره دی او هیڅ ډول تغییر ته ضرورت نه لري. د دې په مقابل کې بیا دویمه ډله داسې وي چې د مذهبي روایاتو تعبیر د وخت غوښتنو ته په کتو کوي. لومړۍ ډله د مذهبي روایاتو دې ډول تعبیر ته د مذهب مسخه کېدل وایي او په ټینګه یې مخالفت کوي. د اسلامي نړۍ اوسني سیاسي نهضتونه تر ډېره د دویمې ډلې تر تاثیر لاندې راغلي دي.

بنیادم خپله د بدلون لپاره شرایط برابروي. جنګ، طبقاتي سلوک، ظلم زیاتی او سلیقوي برخوردونه تر ډېره د انقلاب او مذهب د رامنځته کېدو سببونه ګڼل شوي دي. له همدې وجې (لکه څنګه مو چې وړاندې وویل) د مذهب لومړني مرسته کوونکي هم بېوزله وګړي دي چې په اجتماعي او ټولنیزو مراعتونو کې ورته برخه نه ده ورکړل شوې. دوی په مذهبي روایاتو کې د خپلو محرومیتونو لټه کوي او د سوکاله ژوند ټولې هیلې یې ورپورې تړلې وي. زیاتره انقلابونه هم همدغسې وي. تر کمونېستي انقلاب دمخه د کارګرو ژوند له هر راز نعمته بې برخې و. که عربو خپلې لوڼې ژوندې ښخولې نو اروپایانو هم له ځمکو سره بزګران خرڅول. تاریخ د دې خبرې شاهد دی چې د اروپا او امریکا دنګې ماڼۍ د تورپوستو افریکایانو له وینو سېرابه دي. د ټولنې اکثریت له همدې وجې د انقلابونو مرسته کوي. په څلورکونجه دنیا کې چې چېرته انقلاب رامنځته شوی یا مذهب ځان ښکاره کړی، لومړنۍ مرسته یې بېوزلو کړې ده.

د مذهب دوام طبیعي چاره ده، خو انقلاب ژر پای ته رسي. اروپایي رېنېسانس تقریبا درې نیمې پېړۍ وخت ونیو، خو مسیحي میلاد لا هم د یورپ په کلیساګانو کې لمانځل کیږي. د مذهبونو او انقلابونو د پېژندنې لپاره د هغوی موخې هم مهمې دي. په ټوله کې د مذهب موخو ته له میتافزیک سره اړیکه ورکول کیږي خو د انقلاب موخې بیا بنیادم په خپله ټاکي.

مذهب د ژوند لپاره چوکاټ او قالب وړاندې کوي خو د انقلاب ځولۍ له دې نعمته خالي ده. انقلاب یوازې د مذهب لپاره کار اسانوي او خلکو ته موقع ورکوي چې د مذهب په دایره کې راټول شي. البته دا په هغه صورت کې چې انقلاب مذهبي رنګ ولري. که انقلاب مذهبي نه و، نو بیا ترې دا تمه نه شي کېدی ځکه ډېر انقلابونه د مذهب د صلاحیت او واک د محدودیت لپاره رامنځته شوي دي. همداراز مذهب د ژوند په هره برخه خپل تسلط ساتي. زموږ سیاست، زموږ اقتصاد او زموږ ټولنیز روابط ټول د مذهب په دایره کې ترسره کیږي. که له فلسفي نظرونو او شاعرانه تخلیق نه پورته فکر وکړو، نو د اخلاقو تر ټولو لوی درس یواځې په مذهب کې موندلی شو. د هر دور مذهب د هماغه دور د اخلاقو تر ټولو معتبره سرچینه ده. مذهبونه په خپل ذات کې انقلابونه دي خو هر انقلاب د مذهب رنګ نه لري. منظور دا چې انقلابونه مذهبونه نه زېږوي. که اوسنۍ الحادي نظریې مذهب وګڼو، بیا شاید خبره برعکس شي. مرحوم استاد مولینا قیام الدین خادم یو ځای بې فکرۍ ته هم فکر ویلی و. که موږ د مرحوم خادم په تقلید لامذهبي هم مذهب وګڼو، بیا شاید انقلابونه مذهبونه وزېږوي.

له مذهب نه تهذیب او له تهذیب نه د مهذب کلمې جوړیږي. د تهذیب لغوي معنا هماغه ده چې زموږ په کتابونو کې د ادب شوې ده، یعنې د ونو د اضافي او بې ځایه ښاخونو پرې کول او یا د اخلاقو اصلاح کول. تهذیب په اصل کې هغه نظرونه او افکار دي چې ټولنه پرې چلیږي. د فرد او اجتماع اړیکې او ټول هغه ارزښتونه چې اخلاقي بنسټ ولري، په تهذیب کې شاملیږي. تهذیب ته د قوم او ملت ایینه هم ویلی شو، ځکه د هر ملت خوی او عادت د هغه په تهذیب کې ښه څرګندیږي.

تمدن، مدنیت او د مدینې کلمه چې د ښار معنا لري، په خپلو کې نژدې اړیکې لري. د تمدن مفهوم ډېر پراخه دی. ادب، هنر، خپلمنځي اړیکې او حتی تاریخ او سیاست هم په کې شاملیږي. تمدن په اصل کې د یوې ټولنې د ژوند کولو طرز او طریقه ده چې ټولنیز روابط او مادي وسایل په کې لوی رول لري. زموږ جامې، زموږ د خوراک لوښي، زموږ د تګ راتګ وسایل ټول په تمدن کې شامل دي.

تهذیب او تمدن په عامه معنا یو شی ګڼل کیږي خو د دوی ترمنځ څنګه چې په لغوي لحاظ توپیر شته، دغسې یې په اصطلاحي معنا کې هم فرق دی. که لنډه ووایو نو هر فعل د یوه تصور او فکر پایله ده. هر نوی ایجاد او کشف په اوله کې یو خیال وي. هره چاره چې موږ سرته رسوو، لومړی یې په اړه فکر کوو او چې ښه مطمین شو بیا عکس العمل ښکاره کوو. د همدغو تصوراتو مجموعې ته تهذیب ویل کیږي او چې عملي شي، بیا یې تمدن بولو.

تهذیب او تمدن لازم او ملزوم دي. فکر، خیال او عقیده چې را جمه شي، تهذیب ترې ساز شي او چې کار او فعل ترې جوړ شي، بیا یې تمدن بولو.

اکثره مذهبونه تهذیبونه زېږوي خو له انقلابه تمدن پیداکیږي. تمدن معمولا ساینس سره اړیکه لري. له همدې وجې د شرق افسانې او روایات مشهور دي او د غرب وسایل او ټکنالوژي. د لویدیزې نړۍ تمدن غښتلی دی او د ختیزې هغې تهذیب، ځکه ختیځ د مذهب په دایره کې ایسار پاتې شوی او لویدیځ ساینس ته توجه کړې ده. دلته په ساینس کې سیکولرېزم، لېبرلېزم او نورې نظریې شاملې دي. دغه توپیري نقطې د شرق او غرب د ولسونو په ژوند کې هم ښې څرګندیږي. شرقي ملتونه عقایدو، افسانو او روایاتو ته ژمن دي او غربي ملتونه ساینس او نوو نظریو ته.

ځیني خلک وایي چې تهذیب د مذهب پر ځای د انسان له عاطفې سره اړیکه لري. انسان په دې مهذب دی چې انسان دی. یو ملحد هم کیدلی شي چې غوره اخلاق ولري. د دوی دلیل بې ځایه نه دی خو تهذیب له لویه سره مذهب سره ښه ټینګه اړیکه لري. عاطفه او نور باطني احساسات د مذهب په دایره کې راځي. په لغوي لحاظ هم د تهذیب او مذهب اشتقاق له یوې کلمې شوی دی. بل دا چې د انسانیت معیار تهذیب او مهذبوالی نه دی. که تهذیب ته امتیازي خصوصیات ووایو، نو بده به نه وي. اخلاق هم د تهذیب یو ښاخ دی، خو پوره تهذیب نه دی. که یو ملحد ښه اخلاق لري، د دې معنا دا نه ده چې ګوندې هغه د لوی او سپېڅلي تهذیب علمبردار دی.

مشهور مورخ ویل ډیورانټ لیکلي دي چې موږ نه پوهیږو، تهذیب له کومه ځایه پیل شو؟ خو د ځینو دلایلو پر بنسټ هغه ادعا کوي چې د تهذیب سرچینه منځنۍ اسیا ده. موږ هم نه شو ویلی چې کوم تهذیب مخکې زېږیدلی او کوم وروسته، خو دومره ویلی شو چې بنیادم د ژوند په هر پړاو کې د پرمختګ هڅه کړې ده او همدې هڅې په را وروسته وختونو کې مذهبونه او انقلابونه زېږولي دي.

  1. شاغلی خبیب علي
    سلامونه او نکیې هلی تاسوته و‌ړاندي کوم. ستاسو د متن موضوع ډیر مهم او په زړه پورې دی.
    ده متن ده محتوا په هکله « ده مذهب او انقلاب نقش» زه اوسمهال کوم څرګندونه نکوم.
    خو یوازی د دوه کمله د استعمالولو په هکله غواړم چی خپل څرګندونه په لنده توګه تاسو سره شریک وکړم. دغو دوه کلمې «بنیادم» او «تهذیب» دي چی تاسو په دغه مقاله کې څو ځلې استعمال کړی یاست‌، په ځانګړې توګه «تهذیب» چې ستاسو د مقالې یوه مهمه برخه بلل کیږي.
    زما په اند لومړی دا به ښه وي چی تاسو دې انشایی له لحاظ «بنیادم» بنی آدم ولیکۍ چې په آسانه توګه ولوستل شي. سر بیره پردې (بنی آدم) یوه ډیر زاړه کلمه دی چې د انسان لوړ ارزښتونو، آزادی و اصالت استازيتوب نشي کولاۍ. لکه چې اوسمهال په نړی کې د انسان ده خلقت په هکله مخلتفو نظریات شتون لري چې هر یوې د پام وړ دی. زما په انده ښه ده چي مونږ په مستقیم دول انسان ته انسان ووایو، حیوان ته حیوان.
    دومره چی تاسوه د« تهذیب» په هکله د یوه تولنیز مفهموم په توګه تنګار و تکرار کړی یاست، فکر کوم چی له واقعیت څخه ډیر لرې دی. لومړی خبره دا ده چی تهذیب د یو کلمه په توګه به تولنه کې کاربرد نلرې، خلک دغه کلمه سره شناخت او معرفت نلري. دوهمه خبر دا دی چې، په دغه پراخه دول چې تاسو تهذیب ته معنی و مفهوم ورکړی یاست، تهذب پخپله دا اصطلاحی معنی او مفهوم نلري. زما په اند ښه به وي چی تاسو د تهذب پر ځای عرف، سنت، فرهنګ، دود او یا کوم بل کمله استعمال وکړی چی هم ستاسو مخه په ښه کچه بیان وکړې او هم لوستنکو ته ښه په مفهوم واقع شي.
    په درنښت
    ضیا ضیایی

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.