ډیپو

ننګرهار کې د طالبانو د وسلو یوه ډیپو نیول شوې

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، ملي امنیت د وسله والو طالبانو له یوه دیپو ګڼ شمیر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۱۷لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو تیره ورځ د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په «مارسنګۍ» سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د سید نبي په نوم تن کور کې د وسله والو طالبانو اړوند یوه ډیپو کشف او ورڅخه یې وسلې او مهمات تر لاسه کړي دي.

د خوږیاڼي په وینا، په یادو مهماتو کې مختلف ډوله مرمۍ، ۱۴ عدده د را کټ انداز پټاقۍ، درې میله کلاشینکوف او نور توکې شامل وو، چې په تړاو یې د سید نبي په نوم د یاد کور مالک او د وسله والو طالبانو غړی هم نیول شوی دی.

خوږیاڼی زیاتوي: «ملي امنیت د لعلپورې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له یو ډیپو څخه ګڼ شمیر وسلې او مهمات ترلاسه کړي چې په تړاو یې یو تن هم نیول شوی.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.