کرونا

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۳۲ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او ۲۷ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۳۵۰ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۳۲ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، پکتیا، بغلان، کندوز، پروان، نمیروز، دایکندي، لوګر، میدان‌وردګ، لغمان، زابل، فاریاب، ارزګان او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۸ زره او ۱۳۳ تنو ته ورسېد.   

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۲۰۲ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۷ زره او ۹۸۴ تنو ته ورسېد.        

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۲۷ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۹۰۲ تنو ته ورسېد.