لغمان

لغمان کې د هاوان مرمۍ لګېدو د یوې کورنۍ ۸ تنه ټپي کړي

اطلاعات روز: د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د دولت له خوا یوه توغول شوې هاوان مرمۍ پر یو کور لګېدلې او د همدې کور اته غړي یې ټپي کړي دي.

د لغمان مرکز اړوند بدیع الاباد د سیمې یو اوسیدونکي نور احمد نن (چهار شنبه، ۱۹ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره ورځ مازیګر ناوخته په همدې سیمه کې د دولت هاوان مرمۍ په یو کور کې لګیدلې.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د یادې کورنۍ د یوې ښځې په ګډون اته غړي زخمیان شوي دي.

په ورته مهال د لغمان ولایتي چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي.

د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزی وایي، چې په یاده سیمه کې په یو کور کې مرمۍ لګیدلې چې د یوې میرمنې په ګډون درې تنه ټپیان یې مهترلام ولایتي روغتون ته راوړي.

په لغمان ولایت کې چې طالبان یې هم په ځینو برخو کې فعال دي، د دولتي ځواکونو او یادې ډلې ترمنځ نښتو کې دا ډول پېښې پخوا هم رامنځته شوې دي.