کرونا

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۱۷۷ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او ۱۳ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۲۴۷ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۷۷ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، میدان‌وردګ، لغمان، کونړ، خوست، زابل، ارزګان او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۸ زره او ۵۴۰ تنو ته ورسېد.   

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۱۷ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۸ زره او ۱۵۰ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۳ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۹۲۱ تنو ته ورسېد.