د انعکاس خبریاله ملاله میوند په یو وسله وال برید کې ووژل شوه

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین تاییدوي، چې په دې ولایت کې د ځایي رسنۍ انعکاس ټلوېزیون خبریاله ملاله میوند په یو وسله وال برید کې وژل شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د جلال اباد ښار اړوند عربانو ګولایي سیمه کې د انعکاس راډیو تلوېزیون پر ویاندې ملالۍ میوند وسله وال برید شوی.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، په دې برید کې ملاله میوند او موټر چلوونکی یې محمد طاهر وژل شوي دي. خوږیاڼي زیاته کړې، چې پر دوی دا برید هغه مهال وشو چې له کوره دفتر ته پر لاره و.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پر خبریالانو د ناڅرګندو وسله والو بریدونه ډېر شوې، خو دغو بریدونو غبرګونونه راپارولي.

کابل کې مېشت ډیپلوماټيکي استازولیو پر خبریالانو او ملکیانو برید د سولې پر بهیر برید ګڼلی دی.

د اروپایي اتحادیې، د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو)، اسټرالیا، امریکال، کاناډا، ناروې او د انګلستان هېوادونو سیاسي استازولیو په یوې ګډه اعلامیه کې، په افغانستان کې د رسنیو، مدني ټولنې او ملکیانو پر استازو وروستي موخیز بریدونه محکوم کړي دي.

دوی په دغې اعلامیه کې دا ډول بریدونه د سولې پر بهیر برید یاد کړی دی.