کابل

پر کابل ښار یو ځل بیا توغندیز بریدونه؛ یو وژل شوی دوه ټپي دی

اطلاعات روز: کورنیو چارو وزارت وایي، نن (شنبه، ۲۲ لیندۍ) د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو ګڼو توغندیزو بریدونو کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، دغه بریدونه د کابل ښار خېرخانې لب جر سیمې له یو سراچه ډوله موټره توغول شوي دي.

ښاغلي ارین د دغو توغندیو شمېر لس یادوي او وایي، درې یې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر شاوخوا لګېدلي چې کومه مرګ – ژوبله نه لري، درې یې د نهمې ناحیې اړوند هوا پېژندنې استوګنیزه سیمه کې، یو د همدې ناحیې اړوند زن اباد سیمه کې او یو بل د خواجه رواش استوګنیزه سیمه کې لګېدلي دي. په دغو توغندیزو بریدونو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپي شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پر کابل ښار توغندیز بریدونه کیږي او مرګ – ژوبله اړوي. له دې وړاندې هم ورته پېښې شوي او ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې.