ګردېز ډنډپټان لار

له شاوخوا نيم کال وروسته امنيتي ځواکونو د ګردېز ــ ډنډپټان لويه لاره پرانیسته

اطلاعات روز: د ګردېز ــ ډنډپټان ولسوالي د مهمې لويې لارې د تړل کېدو په اړه د اطلاعات روز له رپوټ خپرېدو وروسته امنيتي ځواکونو دا لويه لاره، چې وسله والو طالبانو له شاوخوا شپږ مياشتو راهيسې تړلې وه، بېرته د خلکو د ډاډمن تګ، راتګ په مخ خلاصه کړه.

وسله والو طالبانو دا لاره د ميرزکې او احمدخېلو ولسواليو په ځينو برخو کې تړلې وه، دولتي کارکوونکي يې له سپرلي موټرونو ښکته کول او له لويو موټرونو يې په جوړ کړي عمومي پاټک کې پيسې اخيستې.

خلک د دې لويې لارې پر خلاصون زيات خوښ دي او له امنيتي ارګانونو غواړي چې د دايمي ډاډمن خلاصون لپاره يې تدابير ونيسي.

د ګردېز – ډنډپټان لویه لار، چې له شاوخوا نیم کال وروسته پرانیستل شوه.

د ډنډپټان ولسوالي اوسېدونکی او د دې لارې مسافر زمان خان وايي چې د لارې د تړل کېدو له امله سختو ستونزو سره مخ و او خلکو پرې په ډاډه زړه سفر نشوای کولی.

خان وويل: «د جنګ له لاسه ټول ستړي يو، دوی يوازې پر چوکيو جنګ کوي. په کليو کې خلک ستونزې، مريضان او مشکلات لري. په يوه بوجۍ وړو او يوه غلطه غوړيو پسې حيران دي.»

د دې لارې يو تن ټکسي چلوونکی صديق ځاځی وايي چې د يادې لارې د تړل کېدو له امله ډېر خلک لومړی خوست او بيا ګردېز ته راتلل او د خلکو پر ژوند او کار يې خورا ناوړه اغېز کړی و.

ځاځي زياته کړه: «طالبان هم و او لاره هم ډېره خرابه ده، ځينې وخت چې مريض را روان کړو، په لاره کې ساه ورکوي.»

قومي مخور عبدالله نيوکه وکړه چې وسله وال طالبان تل د خلکو د ځورولو لامل شوي او د سولې او اوربند په اړه د خلکو غوښتنو ته درناوی نکوي.

نوموړي د يادې ډلې له مشرتابه وغوښتل چې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره جدي واوسي او د لويو لارو تړلو او پلونو ويجاړولو پر ځای پر سياسي جوړجاړي تمرکز وکړي.

هغه زياته کړه: «چا سره مريضان وي، څوک لرې سفر لري او چا ته بل مشکل وي؛ دا ستره لاره ده او ډېرې ولسوالۍ پرې پرتې دي، دا ټول خلک ډېر په عذاب کې و. لاره هم ډېره خرابه ده او طالبان يوازې په دې کې و، چې چک پواينټ واچوي او ووايي چې لاره بنده ده.»

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي لومړيو کې د خلکو او د خلکو د ځينو استازو غوښتنه دا وه چې ياده لاره د خبرو له لارې خلاصه شي، نو په خبره يې ځکه يې په خلاصولو کې ځنډ رامنځته شو.

فدايي وويل چې وسله وال طالبان خبرو ته ژمن پاتې نشول او دولت اړ شو چې له مسوليت سره سم د خلکو د هوساينې لپاره له نظامي لارې کار واخلي.

نوموړي زياته کړه: «نن خوشبختانه دا لاره له پاټکيانو خلاصه شوه او د دې لپاره چې دا د غارونو پرديپاله خلک نور زموږ ولس ونه ځوروي، د دايمي اساسي امنيت لپاره مو تدابير نيولي دي.»

د پکتيا امنيه قومنداني وايي د لارې د خلاصون په عملياتو کې يې پنځه تنه وسله والو طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د قومنداني وياند حيات الله نظامي وويل چې په دې عملياتو کې يو پوليس هم وژل شوی او د ګډو ځواکونو دوه تنه ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه ندي ويلي.

د ګردېز ــ پټان پر لويه لاره نهه ولسوالۍ پرتې دي او د دې لويې لارې تړل کېدو له امله د شپږ ولسواليو خلکو ګردېز ته په اسانۍ تګ، راتګ نشوای کولی.