کرونا

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته ۲۶ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۴۵۱ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۵۶ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا، بغلان، بادغیس، لغمان، غور، کونړ، کاپیسا، پنجشیر، فراه، ارزګان، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۹ زره او ۷۴۰ تنو ته ورسېد.   

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۹۰ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۸ زره او ۵۰۰ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۲۶ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او یو تنو ته ورسېد.