ننګرهار کې د یو کور چت پرېوتو پېښه کې یو تن ژوند بایللی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د یو کور د چت پریوتو پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، نن سهار د جلال اباد ښار درېیمه ناحیه کې د اورښتونو له امله د یو کور چت پریوتی چې له امله یې د خلیل الرحمن په نوم یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خوږیاڼي په وینا، د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل له یادې کورنۍ سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده. خویاڼی زیاتوي: «نن سهار د جلال اباد ښار دریمه ناحیه کې د بارانونو له امله د یو تن دکور چت پریوتی چې له امله یې یو تن وژل شوی دی.»

هر کال د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د زیاتو ورښتونو له امله دا ډول پېښې رامنځته کیږي، چې زیاتره قربانیان یې بې وزله وګړي وي.