ناپاکي، نه پاملرنه او بد چلند

د جمهوریت روغتون روغتیایي چوپړونو وړاندې کولو کې زرګونه ستونزې

خبریاله: فریضه عالمي

ژباړن: بهادرخان رحماني

څومره چې په زینو پورته تلم، بد بوی هغومره زیاتېده. ټولې زینې چټلې وې، داسې ښکارېده چې له ډېرې مودې نه و پاک شوي. دا له بد بوی او پر زینو د زیړو داغونو له مخې وایم. د زینو پای کې یوه خونه ده چې د پیوازانو ته ځانګړې شوې. دا خونه زړه او رنګ یې تللی. هلته چې ورسېدم څو کسه په ارام ویده و. د درملو او بد بوی هغوی ته چې اړ نه وي په دې خونه کې یې نه زغمي. د ور څنګ ته د ناروغ یو منځني عمر لرونکي پیواز سره کښېناستم. هغه د خپلې مور لپاره چې د معدې په سرطان اخته وه، یخني پخوله. د جمشېد مور د واکسین دویم پړاو تېر کړی او منتظر و، څو یوه بله اونۍ تېره شي او هغه د دریم ځل لپاره واکسین شي. د جمشید په وینا، هره ورځ په دې خونه کې دېوال ته مخامخ کښېني، څو نورو ښځینه پیوازانو ته له مزاحمت پرته خپلې مور ته ډوډۍ او چای تیار کړي.

 «له مجبورۍ دلته یو»

جمهوریت روغتون کابل کې یو پېژندل شوی نوم دی. له بیرونه ښکلا لري. هغوی چې له دننه نه دی لیدلی د افغانستان په روغتیایي بنسټونو کې یې یو له پاکو او له معمولو ستونزو پرته روغتون ګڼي، خو په دې روغتون کې قدم وهلو سره به دا تصور وغورځېږي. کله چې جمهوریت روغتون ته د ناروغانو او پیوازانو سره خبرو ته ورغلم، د غمیزې ژورې مې له نږدې ولیدې.

کله مې چې له جمشېده چې خپلې بېمارې مور سره شپه او ورځ دلته تېروي، د روغتون له حالته وپوښتل،  فکر مې دا و چې هغه به د روغتون له روغتیایي حالت او ناپاکۍ شکایت وکړي، خو هغه ته له هغه څه لویه ستونزه وه، چې ما لیدلې وه؛ له بد چلنده ناخوښي، نه پاملرنه او په مشهورې وینا «یو زر ستونزې». له هغو ستونزو کنایه چې ناروغان او پیوازان ور سره مخ دي: «د ناروغ سیروم خلاص شي، څوک ناروغ ته پام نه کوي. پایواز ته هم د ناروغ خونې ته د ورتګ اجازه نه ورکوي. ناروغ بېچاره پاتې وي او سیروم خلاص وي.وروسته چې روغتیاپال یا یو کارکوونکی وګوري سیروم خلاص شوی او چا خبر کړي نه دي، ناروغ او پیواز سره یو یو جنجال او بې ابي اچوي چې سیروم خلاصېده ولې مو خبر نه کړو.» جمشېد د جمهوریت ډاکټرانو له غفلت، بد چلند او نه پاملرنې څخه شکایت کوي. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، که یې اقتصادي حالت ښه و، هېڅکله یې خپله مور دلته نه راوسته.

جمهوریت روغتون په هېواد کې د سرطاني ناروغانو د تشخیص او مشورې ورکولو یواځینی دولتي مرکز دی. دغه راز یاد مرکز په بېلابېلو څانګو کې روغتیایي چوپړونه وړاندې کوي او کابل کې له ډېر بیروبار لرونکو مرکزونو دی.

یواځې جمشېد نه دی، چې جمهوریت روغتون کې له روغتیایي چوپړونو شکایت لري. ډېر نور پیوازان چې په دې سړه هوا کې بیرون او انتظار خونو کې دي، د جمهوریت روغتون د ډاکټرانو او کارکوونکو له روغتیایي چوپړونو، بد چلند، غفلت او نه پاملرنې شکایت کوي. هغوی وایي، له دې وراخوا د دې روغتون په نورو چوپړونو کې هم ډېرې ستونزې دي. هغوی اړ دي چې د درملو اخیستو او د ناروغانو ټیسټ یا ازمویښت لپاره له روغتونه بېرون لاړ شي.

د عامې روغتیا وزارت او د جمهوریت روغتون مسوولین دې روغتون کې د ورغلیو شته ستونزې مني، خو د روغتون د مسوولینو نه پاملرنه او غفلت ردوي. د روغتون د مسوولینو ځواب دا دی، چې دې روغتون ته د مراجعه کوونکو شمېر ډېر خو امکانات کم دي.

ډېرې پیسې ډېره پاملرنه

جمشېد چې څلور شپې ورځې یې بیرون او د پیوازانو خونه کې تېرې کړې وې ادعا کوي چې د روغتون کارکوونکو د ناسم چلند او ناروغ ته د نه رسېدنې له امله یې څو ځله کارکوونکو ته پیسې ورکړي، څو ډېر ور ته ورسیږي: «مور سرطان لري. هره ورځ کمزوري کیږي او ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري. ډارېږم چې د خپلو شخصي کارونو له امله به ستونزې سره مخ شي. د ناروغ سیروم خلاصیږي خو نرس او ډاکټر نه خبریږي. په همدې خاطر د روغتون یو کارکوونکي ته پیسې ورکوم تر څو مې مور ته ورسیږي.»

هغه او د ناروغانو نور پیوازان خپلو ناروغانو ته د سمې رسېدنې لپاره په روغتون کې «پنځوسي خاله» ته پیسې ورکوي. هغه ښځینه کارکوونکې چې له پیوازانو پیسې اخلي او په بدل کې یې ناروغانو سره مرسته کوي، په دې نوم یادیږي.

برات د غزني ولایت دی، هغه هم خپل ناروغ همدلته بستر کړی. وایي، نرسان او روغتیاپالان له دې سره سره چې د ناروغانو درملنه کوي باید له هغوی سره په خپل چلند هم پام وکړي: «بسنه کوي چې یواځې یوه شپه ناروغ سره خونه کې تېره کړئ، بیا له ناروغ سره د کارکوونکو له ناوړه چلنده خبرېږئ. د ناروغ بد حالت ته نه ګوري. د کانګو او د سیروم غورځېدو له امله پر ناروغ چیغې وهي، ان ښکنځلې هم کوي. باور وکړئ د سړي زړه څیروي.» هغه دغه راز له هغو خوړو چې ناروغانو ته یې ورکوي هم شکایت کوي.

جمهوریت روغتون کې د معدې سرطان برخې ناروغانو د یو وخت ډوډۍ

فېروزه د بادغیس ولایت څخه دی. هغه چې خپل ۱۶ کلن زوی په جمهوریت روغتون کې بستري کړی وایي، اړوند ډاکټر ترې غوښتي چې زوی یې د درملنې لپاره د هغه شخصي روغتون ته ورولي، څو په سمه توګه یې درمنله وشي: «کله مې چې ډاکټر زوی ولید د روغتون ادرس یې راکړ او ویې ویل که غواړې زوی دې جوړ شي زما شخصي روغتون ته یې راوله. دلته دې د زوی د درملنې شونتیا نشته. غوره ده چې زما تر روغتونه یې را ورسوې.»

د ځینو پیوازانو په وینا، ځینې ډاکټران د جمهوریت په لوی روغتون کې د امکاناتو او تجهیزاتو په نه شتون ټینګار سره وایي، چې خپل ناروغان د هغوی شخصي روغتونونو ته ولېږي. د ناروغانو خپلوان دغه راز وایي، د ناروغانو اړمنې ازموینې له روغتونه بیرون او په خصوصي ازمویښت ځایونو کې کوي.

فېروزه وایي، د پیوازانو لپاره وړ ځای نشته او هغوی چې اړ دي څو د ناروغ تر رخصتېدو روغتون کې و اوسي ډېرو ستونزو سره مخ دي: «دا چې لاسمینځی لری دی پایوازان اړ کیږي چې پر زینې یا کونج کې لاس ومینځي. د پایوازانو لاسمینځی خونې تړي. اړ کیږو چې سړه هوا کې د عمومي دروازې لاس مینځلو ځای ته ورشو. هغه عمومي ځای ته هم چې ورشو لس دقیقې باید منتظر شو څو نوبت را ورسېږي. د نړۍ کوم ځای کې دا قانون دی چې لاسمینځي دې وتړي.»

هغه شکایتونه چې د وزارت تر غوږونو هم رسېدلي

دا خبرې داسې مهال کیږي چې عامې روغتیا وزارت کې شکایتونو ته د رسېدنې دفتر مسوول ډاکټر راشد شاهد اطلاعات روز ورځپانې ته وایي، د جمهوریت روغتون د مسوولینو او کارکوونکو د ناوړه چلند موضوع څو ورځې وړاندې دوی ته رسېدلې او هغوی به یې په جدي توګه وڅاري. خو د روغتون مسوولین د ناروغانو او پیوازانو له ناخوښۍ بل ډول کیسه لري. د جمهوریت روغتون مرستیال سردار خان موسی زی وایي، دې روغتون ته له حده ډېر ناروغان ورځي: «د بېلګې په توګه په دویم پوړ د سرطان څانګه کې دولس بستره لري، خو په ورځني ډول له دېرشو ډېر ناروغان ورځي. کله چې ناروغ او پیواز ته یې وویل شي چې له دې ډېر نه شو ځایولی باید دوه درې ورځې وروسته راشئ، ناروغ شکایت کوي. له همدې امله ناروغان او پیوازان یې د روغتون له پرسونله شکایت کوي.»

روغتیایي شکایتونو ته د رسېدنې دفتر مسوول ډاکټر راشد اطلاعات روز ته وایي، که څه هم ستونزې ډېرې دي، خو ټول روغتیایي کارکوونکي اړ دي چې طبي اخلاق وکاروي. هغه وایي، د روغتیاپال او ناروغ او پیواز ترمنځ یو بل ته درناوی د طبي اخلاقو له بنسټیزو اصولو دي: «د روغتیایي چوپړونو مرکز ډاکټران او کارکوونکي باید له ناروغ او پیواز سره یې ډېر نیک چلند ولري.» هغه زیاتوي، مراجعه کوونکي کولی شي له کارکوونکي خپل شکایتونه د مرکزي روغتونونو د شکایت اورېدو مرکز کې ثبت کړي. ناروغانو سره د هغوی د ادعا ثبوتېدو وروسته به هغوی سره د ملکي چوپړونو قانون سره سم چلند وکړي.