ښوونکی

ننګرهار کې یو ښوونکی د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

اطلاعات روز: ننګرهار کې ولایتي مسوولین وایي، یو ښوونکی د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۲۹ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې تیره شپه د کورنيو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د رحمن سعید په نوم د یوې ښوونیزې ادارې ښوونکی د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

ښاغلی خوږیاڼی د انسان تښتوونکو د نیول کیدو په تړاو څه ونه ویل، خو زیاته کړې چې د نیولو هڅې یې روانې دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «تیره شپه کورنیو چارو وزارت ځانګړې ځواکونو د عملیاتو پر مهال د انسان تښتونکو له منګلو یو استاد خلاص کړی دی.»

په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې هدفي وژنې، غلاوې، انسان تښتوونې او نور جنایي جرمونه زیات شوي او خلک یې اندیښمن کړي دي.