پکتیکا

پکتيکا کې سږکال د شاوخوا ۶.۵ ميليارده افغانيو پروژې پيل او ځينې يې پلې شوې دي

اطلاعات روز: د پکتيکا والي وايي سږکال په بېلابېلو برخو کې په دې ولايت کې ګڼې پروژې پيل شوې، چې له ډلې يې ځينې بشپړې شوې او ځينې نورې يې تر کار لاندې دي.

ډاکټر مجيب الرحمن څمکني له اطلاعات روز سره په ځانګړو خبرو کې وويل، چې د دې ولايت جغرافيې، نفوس او ستونزو ته په کتو په تېرو کې شوي کارونه په نشت حساب دي او د شته ټولو اړتياوو په اړه يې اړوندې مرکزي ادارې په جريان کې کړې دي.

څمنکی وايي، چې د خپل ماموريت په شاوخوا دوه کلنه موده کې يې په ګڼو برخو کې لومړنۍ چارې پيل کړې او کارونه تر يو بريده مخ ته تللي دي.

نوموړي وويل چې د سږکال په پروژو کې د ۱.۳ ميليارده افغانيو په ارزښت د پلتو بند د رغونې چارو پيل، د ګردېز ــ ښرنې د سړک بيارغونه، د اقرا برنامې تر چتر لاندې ۱۹۳ ښوونځيو ته د نويو ودانيو جوړولو او ترميم، پکتيکا پوهنتون کې انجونو د دوه لويو ليليو جوړېدل، د کليو پرمختيا رياست او کرنې رياست ګڼې پروژې شاملې دي.

والي وايي: «يو مثال به داسې درته ووايم چې په ډيلي خوشامند ولسوالي کې هېڅ مکتب نه و، خو نن موږ هلته ۱۵ بابه مکاتب عملا خلاص کړي او د ۶ لپاره مو بوديجه منظوره کړې ده. همدارنګه ۱۱ کلينيکونو ارتقا کړې او حکومتولي کې مو کار کړی دی.»

د پکتیکا والي مجيب الرحمن څمکني

د پکتيکا والي وويل چې د ماموريت د پيل پر مهال يې د ځينو ولسواليو د لويو لارو د بندښت، نه همغږي او ځينو نورو سربېره پراخ اداري فساد لويې ستونزې وې او اوسمهال تر ډېره په سمونونو کې بريالی شوی دی.

مجيب الرحمن څمکنی وايي چې د پکتيکا په ګڼو سيمو کې د روغتيا او تعليم په څېر لومړني خدمتونه هم په نشت حساب و، خو اوس يې د ولايتي شورا او ولسي جرګې د وکيلانو په مټ يادې ځينې اړتياوې پوره کړې دي.

نوموړي زياته کړه: «ګسترده فساد موجود و، له معارف نه مو اصلاحات شروع کړل، چې په دې لړ کې مو د معارف او صحت عامې د رييسانو په ګډون ۱۸ رييسان، آمران او مديران څارنوالي ته معرفي کړي دي.»

مجيب څمکنی وايي چې په دې ولايت کې د سيمه ييزو کادرونو ګمارنې د اړتيا سربېره لا هم په ګڼو برخو کې ستونزې او اړتياوې شته او له مسولو دولتي او غير دولتي ادارو دې ولايت ته د لازم پام غوښتنه کوي.

څمکني وويل چې راتلونکی کال به په دې ولايت کې د يو سل بتسريز ولايتي روغتون او ځينو سړکونو جوړېدو سربېره ګڼې لويې او کوچنۍ پروژې پلې شي.

والي وايي: «که په ستونزو بحث وکړو، په دې کې هېڅ شک نشته چې پکتيکا يو له هغو ولايتونو دی چې ډېر محروم پاتې شوی، خو موږ د دې لپاره ۵ کلن انکشافي پلان لرو، ان شالله د خپل پلان مطابق به مخ ته ځو او ټولو ولسواليو کې به متوازن انکشاف صورت ونیسي.»

د پکتيکا اوسېدونکي او ولايتي شورا هم د مرکزي ادارو لخوا دې ولايت ته د نه پاملرنې له امله شکايت کوي او وايي چې په دې ولايت کې له ګڼو نورو ولايتونو امنيتي حالت ښه او خلک د پروژو په پلې کېدو کې همکار دي.

دوی په وروستيو کې په پيل شويو او تر سره شويو چارو خوښي ښيي او ټينګار کوي چې د ځينو ولسواليو د بندو لارو د خلاصون سربېره دې په ټولو ولسواليو کې د روغتيا، ښوونې او مخابراتي برخو پياوړتيا ته پام وشي.

د دوی له ډلې د ولايتي شورا غړی فضل رحمن وايي:«مکتبونه جوړ شول، په هره ولسوالي کې لوی جوماتونه جوړ شول، د پلتو بند کار شروع شو او د نورو بعضې پروژو وعدې وشوې. صحت برخه کې يو څه کار وشو، نور هم اميدوار يو او غوښتنې لرو؛ ځکه خلک لا هم ډېر مشکلات لري.»

د پکتيکا يو تن قومي مشر وايي چې ستونزې زياتې دي او له ولسمشر غني، کابينې او نورو چارواکو د خلکو د ژوند ښه کېدو برخې ته د زيات پام غوښتنه کوي.

پکتيکا په سوېل ختيځ کې پروت د ۲۲ ولسواليو لرونکی پراخ ولايت دی، چې ۴ ولسوالۍ يې تېره اونۍ رسمي شوې.