اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت جلال اباد ښار کې د پولیسو پر رنجر ماین چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپي شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (یک شنبه، ۳۰لیندۍ) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد شار لومړۍ ناحیې اړوند امید اباد سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر ماین چاودنه شوې.
د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، په دې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور پولیس ټپيان شوي دي.
تراوسه کوم چا یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.