علي وزیر

نړيوال بشري بنسټونه دې د پاکستان بشر ضد عملونو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي

لاريونوال:

خبریالان: امېد اشنا او جان اغا صالح

له پکتيا، خوست او پکتيکا ولایتونو وروسته نن (یکشنبه، ۳۰ لیندۍ) په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر په ننګه لاریونونه وشول.

که څه هم له پنجابيانو سره په پاکستان کې سنديان، بلوڅان او پښتانه هم اوسيږي، خو د دې هېواد واکمنو تل يوازې پنجابيان معتبر ګڼلي او پاتې نور قومونه يې تر ډېره محروم ساتلي دي.

د دوی له ډلې پښتانه او بلوڅان هغه خلک دي، چې د پاکستاني رياست او پوځي بنسټونو لخوا په پټه او ښکاره ځورول شوي، ورک شوي، وژل شوي او له بېلابېلو لارو ځپل شوي دي.

د بشري حقونو د ځينو بنسټونو د شمېرو له مخې يوازې پاکستاني نظامي او استخباراتي بنسټونو په وزيرستان، بلوچستان او ځينو نورو سيمو کې شاوخوا ۷۰ زره بلوڅ او پښتانه مشران او ځوانان په پټه او ښکاره وژلي او د دې سربېره يې ګڼ نور زنداني کړي دي.

بلوڅان چې پوه شول خاموشي يې هره ورځ وژني او دښمن يې په نرمه نه پوهيږي، نو د يادو ادارو لخوا يې د خپل مهم مشر نواب اکبر خان بکټي له وژنې وروسته ټوپک ته لاس کړ او د نن په څېر يې پر وړاندې کلکه مبارزه پيل کړې ده.

رپوټونه وايي چې پرون (شنبه، ۲۹ لیندۍ) په کوېټه کې د يادې ډلې د جنګياليو لخوا په بمي چاودنه کې لس پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

بل خوا پښتنو هم د ور سره کېدونکو نارواوو پر وړاندې غږ پورته کړ او دا چې په پاکستان کې ميليونه پښتانه اوسيږي او له ور سره کېدونکو دوه ګوني چلند خورا ستړي شوي و، نو د حق غوښتنې دې نارې يې د سېلاب په څېر ټولې خواوې ونيولې.

شاوخوا درې کاله وړاندې رامنځته شوی د PTM يا د پښتون ژغورنې غورځنګ په چټکۍ ډېر پراخ شو او د پاکستاني ادارو د خڼدونو او محدوديتونو سربېره يې په هره سيمه کې لويې غونډې جوړ کړې او ويې ويل چې پاکستاني خونخوارو ته به نه يوازې نور د دوی د کورونو لوټلو اجازه ورنکړي، بلکې د تېرو هغو حساب به هم ور سره کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ شور پاکستانی حکومت وارخطا کړی او د مخنيوي لپاره يې د ارمان لوڼی او عارف وزير په ګډون د دې غورځنګ ځينې غړي ووژل او ځينې يې زندانيان کړل.

اوس تازه پاکستاني پوليسو د دې غورځنګ بل مهم غړی علي وزير هم نيولی او زنداني کړی دی، چې په کوزه او بره پښتونخوا کې يې د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

له پکتيا، خوست او پکتيکا ولایتونو وروسته نن په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې هم د پاکستان حکومت له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر د نیول کېدو غبرګون کې لاریونونه وکړل.

ننګرهار کې اعتراض کوونکو  دپاکستان د حکومت ضد شعارونه ورکول او د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.

د دې اعتراض مشر شریف الله ناصري وایي، پاکستان تل هڅه کړې پښتانه تر فشار لاندې راولې خو نه دی بریالی شوی.

نوموړي له پاکستاني حکومت د علي وزیر د خوشې کیدو غوښتنه وکړه او زیاته یې که نوموړی له بنده ازاد نشي خپلو لارینونو ته به دوام ورکړي.

«مونږ د علي وزیر د خوشې کیدو غوښتنه کوو او که چیرې هغه له بنده خلاص نشي مونږ به په لر او بر کې خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړو.»

ننګرهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه لاریون

اخوا بیا لوګر د علي وزیر په ننګه راټول شویو لاریونوالو وویل، چې خلکو ته اوس تور او سپین مالوم شوي او دوی به د حق ملاتړ کوي.

د علي وزير د خلاصون د غوښتنې لپاره پرون (شنبه، ۲۹ لیندۍ) د سوېل ختيځ زون د مرکز ګردېز سربېره په خوست، ښرنه او د پکتيکا په برمل ولسوالي کې خلکو لاريونونه وکړل.

لاريونوالو په پښتو، اردو او انګليسي ژبه ليکلي د “پاکستان حکومت دې ديموکراتيکو اصولو او ارزښتونو ته درناوی وکړي”، “نړيوال ټولنه او د بشر حقونو بنسټونه دې د پاکستان د بشري ضد عملونو او جنايتونو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي”، “پاکستان د ترورېزم ملاتړی هېواد دی” او ځينې نور شعارونه لېږدول.

پکتيا کې مدني فعال احسان احسان وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بې انصافي او تيري پر وړاندې سالم غږ دی.

احسان وويل: «پاکستانی رياست په پاکستان کې خپله عام خلک او پښتانه وژني او دلته يې د طالب ترهګر په وسيله، همدارنګه هر مفسد زموږ قاتل دی، موږ يې نه بښو او پر وړاندې يې غږ پورته کوو.»

په خوست کې فعال فريد قربان نړيواله ټولنه او نور بنسټونه پړه بولي، چې د پاکستاني حکومت لخوا د ترهګري پر ملاتړ او جنايتونو سترګې پټوي.

قربان زياته کړه: «په دې زموږ ماشومان هم پوهيږي چې ترهګر او ترهګري چېرته ده، خو نړيواله ټولنه په دې مسله سترګې پټوي، که دوی نه وي خبر هم ډېر د تاسف ځای دی او که خبر وي او څه نه وايي هم لوی اخلاقي خيانت دی.»

د پکتيکا ولايت اوسېدونکی جمال ذهين وايي، چې د دې ولايت په مرکز ښرنه او برمل ولسوالي کې لسګونه کسانو د علي وزير په ملاتړ او هغو کسانو پر خلاف چې د حق غوښتنې د سوله ييز غږ چپ کولو هڅه کوي، غږ پورته کړ.

ذهين وويل چې د پاکستاني حکومت لخوا د بشري ضد تيريو دوام د ټولو بشري قوانينو خلاف کار دی.

نوموړي زياته کړه: «دا د ټولو خلکو او دولتونو اخلاقي مسوليت دی چې د هغه غږ چپ کولو مخه ونيسي او دفاع يې کړي چې د عدم تشدد او سوله ييزې لارې خپل حق غواړي. نړيواله ټولنه بايد پر پاکستاني ادارو فشار راوړي او په دې اړه جدي غبرګونونه وښيي او که نه د دوی چوپتيا نور پيغامونه لري، چې د دوی باور به سخت زيانمن کړي.»

پاکستاني حکومت څو ځله د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه په ناسمو څرګندونو او سرغړونو تورن کړي، خو دا غورځنګ او ميليونه غړي او پلويان يې وايي چې يادې ادارې د زرګونه بېګناه خلکو په وژنه، د ترورېزم په ملاتړ او نورو غير انساني وحشتونو کې پراخ لاس لري.

علي وزير څلور ورځې وړاندې د پوليسو لخوا په پېښور کې نيول شوی او ويل کيږي چې وړمه ورځ کراچۍ ته لېږدول شوی دی.