شاهین

د پکتیا والي د دې ولایت امنیه قوماندان استعفا تاییدوي

اطلاعات روز: د پکتیا والي محمد حلیم فدایي تاییدوي چې د دې ولایت امنیه قوماندان سمونوال اخترمحمد شاهین له دندې استعفا ورکړې ده.

ښاغلي فدايي نن (دوشنبه، ۱ مرغومې) وویلې چې شاهین یو سپېڅلی او زړور افسر و او په استعفا یې خواشینی دی.

فدايي وویل چې نوموړي د شخصي ملاحظاتو له مخې استعفا ورکړې ده.

خو امنیه قومندان سمونوال اخترمحمد شاهین وايي چې استعفا یې ورکړې، خو لا منظوره شوې نه ده.

شاهین شاوخوا میاشت وړاندې د پکتیا د امنیه قومندان په توګه دنده پیل کړې وه.