علي وزیر

د مشرانو جرګې مشر د علي وزیر خوشې کېدو په اړه د جدي هڅو هیله وکړه

اطلاعات روز: د افغانستان مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د پاکستان حکومت له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان پارلمان غړي علي وزیر په نیولو ژوره اندېښنه وښوده.

ښاغلي مسلمیار نن (سه شنبه، ۲ مرغومې) په خپلې فیسبوکپاڼه لیکلي چې نن یې د مشرانو جرګې غونډه کې د علي وزیر په نیولو اندېښنه او هیله ښودلې چې د خوشې کېدو په اړه یې د پاکستان پارلمان او د نړۍ بین الپارلماني اتحادیه جدي هڅې وکړي.

علي وزیر همدا څو ورځې وړاندې پېښور ته پر لار پاکستاني پولیسو ونیو او اوس په زندان کې پروت دی. د پاکستان حکومت نوموړی څه موده وړاندې سند ایالت کې په یوې غونډه کې د حکومت پر ضد له نفرته ډکو خبرو په تور نیولی.

د ځینو رسنیو د راپور له مخې د نوموړي د کورنۍ غړي اندېښنه ښيي چې علي وزیر په بندخونه کې په سم حالت کې نه دی او د ضایع کېدو وېره یې شته ده.

د مشرانو جرګې مشر لیکلي: «د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر په نیولو خواشینی یم، د ښاغلي علي وزیر کورنۍ د پښتنو د حقوقوڅخه د ملاتړ په لاړه کې خپل د کورنۍ ډېر غړي له لاسه ورکړي دي، تمه ده د هغه د خوشې کېدو په اړه د پاکستان پارلمان او د نړۍ بین الپارلماني اتحادیه جدي هڅې وکړي.»

ښاغلي مسلمیار په ادامه کې لیکلي چې د علي وزیر په نیولو د هغه کورنۍ او پښتانه ولسونه تشویش لري او باید له بنده ازاد شي.