پکتیا کې د وژنې قضیه

د يوې ډله ییزې وژنې ناپرانسته قضیه

د یوې کورنۍ د شپږو غړو د وژنې قضیه د ملي امنیت له خوا نه ده تعقیب شوې

خبریال: عبدالواحد حیدري

ژباړن: امېد اشنا

شاوخوا درې اونۍ مخکې د کابل په تايمني کې له يوې کورنۍ سره وم. کله چې صحنې ته ور ورسېدم، دوه سپين ږيري سړي مې ولیدل چې له پکتيا څخه راغلي و. وروسته له هغوی يوه راته وويل چې له دوه کلونو راهیسې په کابل کې دفتر په دفتر ګرځي، تر څو د يوې قضیې برخليک معلوم شي؛ یوه درنه او په عين حال کې د دې کورنۍ لپاره غموونکې قضیه. ۴۵ غلام محمد صالح خېل چې دوه کاله وړاندې يې دوه وروڼه او درې ورېرونه د ملي امنيت لخوا وژل شوي، وايي له مودو کابل کې د ادارو او لوړو پوړو چارواکو دروازې ټکوي، چې د کورنۍ د شپږ غړو وينه يې تر پښو لاندې نشي. هغه ادعا کوي چې قضیه يې نه ده تعقیب شوې. د ولسمشر وياند او د ملي امنیت شورا دفتر د دې دوسيې په اړه اطلاعات روز ته معلومات نه ورکوي.

۱۵ دقيقې عمليات، چې ۶ تنه يې قربانې شول

شاوخوا دوه کاله وړاندې د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي د میاشتې په لسمه شپه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سُرکۍ سیمه کې د صالح خېلو قبیلې مشر محمد نعیم فاروق او د هغه د ورور غلام محمد په کور کې، هرڅه عادي و او چا د کومې پېښېدونکې حادثې تمه نلرله، خو څو کيلو متره لرې د پکتيکا ولايت په ارګون کې پرېکړه شوې وه چې د محمدنعیم کورنۍ په خړو خاورو کېنوي او خپله دی ووژني.

غلام محمد صالح خېل دوه وروڼه، درې ورېرونه او يو د کاکا زوی له لاسه ورکړي دي

غلام محمد په داسې حال کې چې په شهرنو کې د بشر حقونو د دفتر پر کوچ ناست و، د هغې شپې پېښه يې په تفصیل بیان کړه. د پیښې په شپه غلام محمد د خپل مشر ورور محمد نعیم په څېر په خپله خونه کې ویده و. د چاودنې ویروونکي غږ راویښ کړ. کله چې له خونې راوزي، ګوري چې د کور دروازې يې په بمونو الوزولي دي.

غلام محمد وايي هغه شپه د ملي امنیت قطعې ۰۸ قطعې د شاهین وزيري په نوم د کس تر قوماندې لاندې له شاوخوا نظامي ۵۰ نظامي موټرونو سره د پکتيکا له ارګون څخه زرمت ولسوالي ته راغلل او په ۱۵ دقيقه عملياتو کې يې د ده د کورنۍ ۶ غړي ووژل او کور ځينې برخې په بمونو او راکټونو ويجاړې کړې:«په شاوخوا ۱۵ دقيقو کې يې [د کورنۍ شپږ غړي] د هغوی د اولادونو، خوېندو، مېندو او وروڼو په مخ کې شهيدان کړل او په بېړه له کوره ووتل. کرنيز وسايل لکه تراکتور او موټر يې ويجاړل کړل او اور ور واچاوه.»

د پېښې په شپه چې غلام محمد له خپلې خونې باندې ووت سمدلاسه د شاهین وزيري تر قوماندې لاندې ځواکونو ونيو او له کوره يې د باندې یووړ. غلام محمد اطلاعات روز ته وويل هغو ځواکونو چې دی يې نیولی و، دوه، درې ځله يې هڅه وکړه چې ويې وژني، خو د هغوی له ننه يې چا مخنيوی کاوه. غلام نه پوهېده چې څه پېښ شوي او مشر ورور او ورېرونو سره يې څه شوي دي:«شپه وه او هر څوک له خپلو ماشومانو سره په خپلو خونو کې ویده وو.» هغوی غلام محمد ته وايي:«حکومت موږ ته امر کړی چې ستاسو د کورنۍ ټول غړي ووژنو. ما وویل زموږ ګناه څه ده؟ موږ محکمې يا بل ځای ته بوزئ چې خپل ځواب ووايو. زه نه وم چې نور يې وژلي دي.»

په ياده پېښه کې د دې کورنۍ د کور ځينې برخې او وسايل په بمونو ويجاړه شوې او اور وراچول شوی دی/ عکس: اطلاعات روز ته لېږل شوی

د ۰۸ قطعې ځواکونه شاوخوا ۱۵ دقیقې وروسته سيمه پرېږدي او غلام محمد خوشې کوي. کله چې غلام محمد په بم له ويجاړې شوې دروازې کلا ته ننوزي، ټکان ورکوونکې صحنه ويني؛ د دوه وروڼو، درې ورېرونو او يو د کاکا د زوی بې روحه او په وينو لړلي بدنونه؛ د ښځو او ماشومانو چيغو ټول کور نيولی و.

قربانيان څوک و؟

په هغه شپه يې د غلام محمد مشر ورور محمد نعیم فاروق، د هغه درې زامن او د غلام محمد کشر ورور او یو يې د تره زوی ووژل شول. محمد نعیم فاروق ۵۷ کلن و، د انتقالي دورې پر مهال د زرمت د خلکو لخوا د دې ولسوالي امنیه قومندان ټاکل شوی و او په وروستیو کلونو کې د پکتیا د سولې شورا غړی و. ۳۷ کلن سيدحس پکتياوال يې ورور او د پکتيا یو سوداګر و:«حکومت د طالبانو محکمه صحرايي بولي، خو نه پوهېږم چې د دوی محکمه څه وبولم.»

محمد کریم خاورین، ۲۸ ساله دانشجوی صنف چهارم دانشکده حقوق دانشگاه پکتیا بود. عروسی کرده بود و یک پسر از وی به‌جا مانده است. عتیق‌‌الله ۲۴ ساله دانشجوی صنف سوم دانشکده شرعیات و فتح‌الرحمان ۲۰ ساله دانشجوی صنف دوم دانشکده ادبیات دانشگاه خوست بود: «عتیق‌الله و فتح‌الرحمن نامزد بودند.» محمدعمر ۳۵ ساله پسر کاکای غلام‌‌محمد که دهقان بوده، هم در آن شب کشته شده است.

۲۸ کلن محمد کريم خاورين د پکتيا پوهنتون د حقوقو پوهنځي د څلورم کال محصل و. هغه واده کړی و او یو زوی ترې پاتې شوی. ۲۴ عتیق الله د شرعياتو پوهنځي د درېیم کال محصل او ۲۰ کلن فتح الرحمن د خوست پوهنتون د ادبياتو پوهنځي محصل و:«عتیق الله او فتح الله الرحمن کوژدې کړې وې.» د غلام محمد ۳۵ د تره زوی هم، چې بزګر و، په هغه شپه ووژل شو.

شپږ قربانيان چې ټول د يوې کورنۍ غړي و/ عکس: اطلاعات روز ته لېږل شوی

اختر محمد صالح خیل ، د زرمت یو سپین ږیری او د غلام محمد يو ګاونډی، چې په دې ورځو کې په کابل کې د غلام محمد سره ملتيا کوي؛ د پېښې په شپه د راکټ په غږ راویښ شوی او د پېښې ځای ته يې ځان رسولی دی. هغه وايي سم يې په ياد دي چې د ملي امنيت ځواکونو د محمدعمر کور په بمونو الوزولی و:«خپله محمدنعيم يې د باندې راباسلی او وژلی و، ښځه او ماشومان يې له کوټې راباسلي و او کوټې ته يې په هغه بم، چې موږ پټه يي ورته وايو، والوزوله.» اخترمحمد وايي ټول شپږ کسان يې په غږه تويانچو په سترګو ويشتلي و.

د پکتیا د والي مرستیال عبدالولي سهي د هغې شپې په سهار رسنيو ته ويلي و، چې ولايت، امنيه قومنداني او ملي امنيت له دې بريد څخه نه و خبر شوی. سهي ويلي:«هغه څوک چې په دې پیښه کې شهید شوی، یو قومي متنفذ او د دولت ملاتړی و.» ښاغلی سهي په یو ویډيوي کلېپ کې وايي دا ډول عمل له ترورېزم څخه بېل نشي ګڼلی.

د سیمه ييزو ارګانونو ادارې اوسنی مشر، چې هغه مهال د پکتيا والي و، په يو ويډيو کلېپ کې وايي چې د سیمه يیزو ارګانونو ادارې له لارې يې رياست جمهوري ته رسمي مکتوب لېږلی چې له ولسمشر سره د قربانیانو د کورنیو د ليدو زمينه برابره کړي. وايي چې همدومره توانايي لرله.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون وايي «ډېر زيات احتمال» شته چې نړیوال بشري حقونه تر پښو لاندې شوي وي او افغان دولت مکلف دی چې د قربانیانو غږ واوري. د کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح الله فرهنګ اطلاعات روز ته وويل:«دولت باید دا قضیه وپلټي او په اړه يې څېړنې وکړي. که ثابته شي چې ملکیان وژل شوي، دا جنګي جنایت کېدی شي او دولت مکلف دی چې د نړیوالو بشر دوستانه حقونو سرغړوونکي مشخص کړي.»

ښاغلی فرهنګ وايي تمه لري چې قضا به د عاملینو له پیژندلو وروسته عدالت تامين کړي.

بې ځوابه فريادونه د هغې شپې په سبا خلکو د دې شپږ غړو مړي د حق غوښتنې او پوښتنې لپاره د پکتيا ولايت مقام ته يوړل. د پېښې په تعقيب د مشرانو جرګې یو پلاوی د تحقیقاتو لپاره پکتیا ته سفر وکړ. د پکتيا ولايت لخوا د پېښې د څېړلو لپاره یو بل فني هيئت وګمارل شي. درېیم پلاوی د پیښې د معاینې لپاره له کابل څخه پکتیا ته سفر وکړ.

د زرمت يو قومي مشر اخترمحمد صالح خېل د غلام محمد ملتيا کوي

غلام محمد وايي چې د پلاوي له بياکتنې سربېره له طالبانو سره د حکومت د مذاکره کوونکې ډلې له مشر معصوم ستانکزي، چې هغه مهال د ملي امنيت عمومي رييس و، په ګډون يې څو ځله د کابل او ځایي چارواکو سره لیدلي، خو تر دې اوسه هېڅ یوه چارواکو دوی ته ځواب نه دی ویلی:«هېڅ داسې ارګان نشته چې موږ يې دروازه نه وي ټکولې، يوازې ولسمشر مو ندی ليدلی، د هغه د ليدو لپاره مو ډېره هڅه وکړه، خو چا اجازه نده راکړې.»

غلام محمد وايي چې د غچ اخيستو په تکل کې ندی او که غچ اخيستل وغواړي، د زرمت خلک به يې په ملاتړ وسله راواخلي او د لويې لارې بندولو وړتيا لري:«زه غچ نه غواړم چې ټوپک راواخلم. زه وطن نه ويجاړوم، دا خاوره نه خرابوم او افغانان نه وژنم، خو که سال کاله هم تېر شي د قانون په چوکاټ کې مې خپل حق غواړم.»

هغه وايي چې دوه ځله يې د ملي امنيت د هغه وخت له رييس معصوم ستانکزي سره ليدلي او دواړه واره يې ور سره ژمنه کړې، چې په پنخه ورځو کې به دې دوسيې ته رسيدګي کوي:«دوهم وار مو چې له ستانکزي سره وکتل، ويل يې يا به ستاسو دوسيې ته رسيدګي کوم يا به استعفا ورکوم.» د غلام محمد صالح خېل به خبره يو وار ورته ښاغلي ستانکزي د پيسو او د هغو زده کوونکو ته د ښو بستونو ورکولو وړانديز وکړ، خو غلام محمد نده منلې او وايي تر هغه چې د کورنۍ د غړو د قتل دليل يې مشخص او عاملان يې محاکمه نشي، دوسيه نه پرېږدي.

هغه د معصوم ستانکزي په اړه هم شکایت کوي:«اوس هغه دوحې ته تللی او له طالبانو سره د حکومت د سولې خبرو اترو د ډلې مشري کوي. زه تاسو او د رسنیو له لارې غږ پرې کوم، ستانکزی صيب تاسو چې موږ قتل کړو، زموږ استازيتوب څنګه کوې؟ کله چې راغلې، پر تا هم عاريضه کوم. تاسو هلته څنګه د افغانانو استازيتوب کوئ؟»

وقتی آن‌ها را در یک دفتر حقوق بشری دیدم، پروند قطوری از انواع و اقسام درخواستی و عریضه به آدرس ارگان‌‌های مختلف داخلی و بین‌المللی، زیر بغل داشت: «خواست من از رییس‌جمهور این است که اگر برادرانم و فرزندان دانشجویش مجرم باشند و به من قناعت داده شود، جزای همه‌‌ی سروصدا و دادخواهی خود را هم مطابق قانون سپری می‌‌کنم. کسی که با من ظلم کرده، افغان بود و فرمانده قطعه ۰۸ و شاید کسی دیگر هم همکاری کرده باشد. اگر نظام وجود دارد، آن‌ها خواسته شود و در چوکات قانون از آن‌ها پرسیده شود که چرا این مردم را به قتل رسانده؟»

کله چې مې دوی د بشر حقونو په دفتر کې ولیدل، د مختلفو کورنیو او نړیوالو ادارو په پته د عريضو او غوښتنو لويه دوسيه يې په تخرګ کې نيولې وه:«له ولسمشر څخه زما غوښتنه دا ده چې که زما وروڼه او د هغه زده کونکي زامن مجرمان و او ما ته قناعت راکړل شي، له قانون سره سم به د ټولو خق غوښتنو سزا هم د قانون مطابق تېره کړم. چا چې له ما سره ظلم کړی، افغان او د ۰۸ قطعې قومندان او ښايي بل چا به هم ور سره همکاري کړې وي، که نظام وي، هغوی دې راوغوښتل شي او د قانون په چوکاټ کې دې وپوښتل شي، چې ولې يې دا خلک وژلي؟»

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هغه وخت ويلي و، چې محمدنعيم فاروق تل د دولت ملاتړ و/ عکس: اطلاعات روز ته لېږل شوی

اخترمحمد او غلام محمد وايي دوی د دې کورنۍ په غړو کې داسې جرم یا تور نه ویني، چې دولت يې ووژني:«موږ له شاهين سره کومه ستونزه او اختلاف نه درلود، خو فکر کوم چې کوم چا له شاهين سره زموږ په سر معامله کړې ده.» غلام داسې فکر کوي، خو اختر محمد يې لږ نور هم واضح وايي:«موږ فکر کوم چې ځينو قومندانانو او دولتي چارواکو نه غوښتل چې هغه [محمدنعيم فاروق] ژوند پاتې شي.»

غلام محمد وايي چې د کورنۍ د شپږ غړو له وژل کېدو وروسته يې د کورنۍ غړو ته رواني ستونزې پيدا شوې دي. هغه اطلاعات روز ته وويل چې ۹۰ کلنه مور ته يې په هر وار ليدو دوه وژل شوي زامن او درې لمسيان ورياديږي او کړيږي:«زويه ته يې نه ويې وژلی؟ ورته وايم چې نه زه هم ښه يم او نور هم ښه دي. وايي نه؛ نور چې هر چا وژلي، يوازې خدای دې يې غچ واخلي، نور څوک نشي کولی. کله چې باندې وزم، پوښتې مې چې والي يا ولسمشر ته نه وې ورغلی چې ولې يې ستا وروڼه او د هغوی زامن وژلي؟ ورته وايم، ورغلی وم؛ ان شاالله راتلونکې اونۍ به محاکمه شي.» غلام محمد وايي چې دا يې له مور سره همېشنۍ خبرې دي.

د زرمت په سرکۍ سيمه کې د محمدنعيم فاروق، د هغه د ورور او درې زامنو قبرونه يې/ عکس: اطلاعات روز ته لېږل شوی

د غلام محمد له څلورو وروڼو يې اوس دوه ژوندي دي او له غلام محمد سره د شاوخوا ۸۰ کسيزې کورنۍ دروند مسوليت ته اوږه ورکړې.

د دولتي چارواکو ځواب

اطلاعات روز دا موضوع له سيمه ييزو مسولینو، ملي امنيت، د سيمه ييزو ارګانونو ادارې او د ملي امنيت شورا له دفتر سره شريکه کړې ده. د پکتيا اوسنيو چارواکو په پکتيا کې د اطلاعات روز خبريال ته ويلي، چې دا پېښه دوه کاله پخوانۍ ده او دوی يې په اړه معلومات نلري.

د سیمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر، چې هغه مهال د پکتيا والي و، د دې پېښې پخلی کوي او وايي چې د پکتيا سيمه ييزه اداره په سيمه کې له عملياتو نه وه او دا سيمه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده:«له پېښې وروسته د پکتيا محلي ادارې د پېښې په اړه له اړوندو ادارو سره په همغږي هر اړخيزې څېړنې وکړې؛ محلي ادارې دا قضيه د هغه وخت له لوړ پوړو امنيتي او د غوڅ ملاتړ ماموريت له مسولينو سره شريکه کړې او اوسمهال دا قضيه د پکتيا په محلي اداره کې تر تعقيب او بررسي لاندې ده.» خو سيمه ييز چارواکي پکتيا کې د اطلاعات روز له خبريال سره په خبرو کې وايي چې پکتيا کې په دې اړوند هېڅ دوسيه تر جريان لاندې نشته.

اطلاعات روز دا مسله شل ورځې مخکې (ليندۍ په ۱۰، دوشنبه) د هېواد د ملي امنيت له عمومي رياست سره شريکه کړه او په دې اړه يې وپوښتل، خو د شل ورځو په تېرېدو لا هم د ځواب په تر لاسه کولو نه يو توانېدلي. اطلاعات روز شاوخوا ۱۵ ورځې مخکې (د ليندۍ ۱۵، شنبه) اطلاعاتو ته د لاسرسي د فورم له لارې د دې ادارې له وياند سره شريکه کړې، خو دې ادارې د اطلاعات روز پوښتنې ته هېڅ ځواب ندی ويلی.

د پکتيا د زرمت ولسوالي په سُرکۍ سيمه کې د شپږ قربانيانو کور/ عکس: اطلاعات روز ته لېږل شوی

د دې کورنۍ د شپږ غړو له وژل کېدو يو کال وروسته ولسمشر غني له طلوع نيوز سره په ځانګړې مرکه کې، چې د ۱۳۹۸ د وږي په لومړۍ خپره شوه، ويلي و، چې د دې پېښې د بررسي لپاره يې «قاطع هدايت» ورکړی؛ خو دا چې د جمهوري رياست دا حکم تر کومه رسېدلی، د جمهوري رياست وياند يې په اړه څه نه وايي او وايي چې بايد له امنيتي او دفاعي بنسټونو سره خبرې وکړو.