صالح

سږ کال نږدې ۲۰ زره ټنه چاودېدونکي توکي له پاکستانه افغانستان ته راوړل شوي

امرالله صالح:

اطلاعات روز: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، سږ ۲۰۲۰ز کال کې له پاکستانه افغانستان ته له ۱۵ تر ۲۰ زره ټنه چاودېدونکي توکي افغانستان ته راوړل شوي دي.

ښاغلي صالح د نن (چهارشنبه، ۳ مرغومې) سهار ۶:۳۰ بجو ناستې په اړه پر خپل فیسبوک خپاره شوي مطلب کې ویلي، هغه بمونه چې له چاودېدونکو صنعتي توکو جوړېږي له لېږلو سرچینه یې پاکستان هېواد ده.

د ښاغلي صالح په وینا، د دې توکو ډېره برخه چې د کیمیایي کوډ امونیم نایټرېټ څخه ده، لسګونه کلونه کیږي چې افغانستان ته یې راوړل منع شوي، خو په وینا یې چې له پاکستان پرته بل هېواد یې افغانستان ته نه را واردوي.

«له بده مرغه په ۲۰۲۰ز کال کې له پنځلس تر شل زره ټنه امونیم نایټرېټ له بېلابېلو لارو د طالبانو واک کې ورکړل شوي. له هر ټن یې ۵۰ بمه جوړېدی شي. پوهېږم چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ نوې او جالبه خبره نه ده. دا وړه تبصره مې د ستونزو ډېروالي پوهېدو لپاره تاسو سره شریکه کړه.»

د ولسمشر لومړي مرستیال دغه راز د پاکستان کراچۍ ښار کې له یو روغتونه د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر لیدنې ته په اشارې ويلي چې دغه هېواد د طالبانو ملاتړ او د ټپیانو درملنه یې کوي.

د ښاغلي صالح په وینا، په منځنۍ کچه د کوېټې روغتونونو نږدې ۳۰ سلنه بسترونه د طالبانو له ټپیانو ډک دي او هغوی چې ډېر مهم دي کراچۍ ته لېږدول کیږي.