داعش

د کابل او ننګرهار لپاره د داعش ډلې د چاودنو مسوول وژل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ملي امنیت وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې یې د کابل او ننګرهار لپاره د داعش ډلې د چاودنو مسوول وژلی.

په ختیځ کې د ملي امنیت څخه اطلاعات روز ورځپاڼې ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تیره شپه (سه شنبه، ۲ مرغومې) د ملي امنیت اړوند (۰۲ قطعې) د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند دامان او د شپږمې ناحیې په خالص فامیلو سیمه کې عملیات وکړل.

د خبرپاڼې په وینا، په دغو عملیاتو کې د کابل او ننګرهار لپاره د داعش ډلې د چاودنو مسوول ووژل شو.

خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، چې د یادو عملیاتو پر مهال د یادې ډلې د جلب او جذب مسوول هم ژوندی نیول شوی دی.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.