کرونا

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۳۴ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته پېژندل شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۲۵۶۸ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۳۴ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، بغلان، بامیان، کندوز، نمیروز، دایکندي، غزني، لوګر، بادغیس، بدخشان، میدان‌وردګ، کاپیسا، کونړ، زابل، ارزګان، فراه، سمنګان، جوزجان او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۵۹۴ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۶۶۲ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۰ زره او ۵۸۲ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۹ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۱۳۵ تنو ته ورسېد.