کابل کې دریو چاودنو ګڼه مرګ ژوبله واړوله

اطلاعات روز: د کابل پولیسو قوماندانۍ د دې ښار په بېلابېلو برخو کې د دریو چاودنو په تایید سره وایي، په دغو چاودنو کې ملکیانو او نظامیانو ته ګڼه مرګ – ژوبله اووښتې.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، لومړۍ چاودنه نن (شنبه، ۶ مرغومې) سهار شاوخوا ۷:۲ دقیقو کې د کابل ښار اتمې حوزې اړوند حضوري چمن سیمه کې چسپکي ماین چاودنه وشوه، خو کومه مرګ – ژوبله یې نه درلوده.

دویمه چاودنه د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د فیض محمد کاتب پر واټ یو رنجر موټر د ماین چاودنې ښکار شو، چې پایله کې یې دوه امنیتي منسوبین ټپیان شول.

د فردوس فرامرز په وینا درېیمه چاودنه د ښار درېیمې ناحیې اړوند شهید څلور لارې کې د امنیتي ځواکونو پر یو رنجر موټر ماین چاودنه کړې، چې پایله کې یې د پولیسو دوه منسوبین ووژل شول او یو ملکي وګړی ټپي شو.

دا په داسې حال کې ده چې کابل په دې وروستیو کې د چسپکي او واټ تر غاړې ماینونو شاهد دی او له ګڼو ملکي او نظامي وګړو قرباني اخلي.