کمال خان څوک و او ولې یې په نوم یو ستر بند نومول شوی؟

نظام خپلواک، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند

کمال خان چې یو وطندوسته افغان و، سلګونه کاله وړاندې یې په نیمروز ولایت کې ژوند کاوه. هغه د نورو افغانانو په څېر هیله درلوده چې د هلمند سیند مهار او مدیریت شي، څو د نیمروز خړې دښتې لکه جنت ښېرازې کړي او د هېواد زر (اوبه) نورو ته وړیا و نه بهېږي او تر څنګ یې د دې سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه په داسې حال کې چې نه خلکو باور کاوه او نه یې له ده سره مرسته کوله، د خاورې او لرګیو په واسطه، د دې ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ یو بند جوړ کړ چې نسبي اوبه یې مدیریت کړې او د هغه په وسیله شا او خوا ځمکې زرغونې شوې او د سیستان ښکلا یې لا پسې زیاته کړه چې دا بند بیا د هغه په نوم ونومول شو.

د کمال خان بند

په اصطلاح د ګوډ تیمور د لښکرکشۍ پر مهال پر دې سیمه برید وکړ، کمال خان یې پر وړاندې راپورته شو چې له بده مرغه په پایله کې یې د هغه نږدې ملګري شهیدان او یاد بند له مځه لاړ.

په دغه جګړه کې یاد بند ویجاړ شو، له هغه وروسته د دې خاورې یو بل خواخوږي، سردار محمد داود خان تکل وکړ چې د کمال خان ارمان له سره تازه کړي او پرېکړه یې وکړه چې یاد بند به له سره رغوي، خو له دې اقدام سره سم د غوايي یا ثور په اوومه چې په داود خان کودتا وشوه دا ارمان یې له ځان سره ګور ته یوړ.

 خو د کمال خان د خوب ريښتیا کېدو لپاره لا هم ګامونه استوار دي.

 له کلونو ځنډ وروسته د جلالتمآب محمد اشرف غني د کلک هوډ او د انجنیر خان محمد تکل په پياوړي مدیریت او تکل، يو ځل بیا د کمال خان بند کار پيل شو چې په دې سره د چارو پيل کېدو سره سم یو شمېر کورنيو او بهرنيو مخالفانو ټکان وخوړ، ځکه دوی د کمال خان بند په ارزښت پوهیږي او درک کړې یې ده چې د کمال خان بند رغول، د دې هېواد پر ځان بسیاینې ته څومره ګټوره پروژه ده.

همدې ارزښت ته کتو د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني له‌خوا د دې بند رغنیزې چارې له اوږد ځنډ وروسته د درېیم ځل لپاره پيل شوې، خو له نږدې مودې وروسته یې د یو شمېر حقوقي ستونزه له امله چارې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې.

خو کله چې انجنیر خان محمد تکل ته د اوبو او انرژي وزارت چارې وسپارل شوې، د کجکي، شورابک، مچلغو، دهنه درې، دهله، پاشدان، شاه و عروس، شاه توت، منوګي او… په ګډون یې د کمال خان بند چارې له سره پيل کړې، اما د کمال خان بند پروژه یې د کارونو په لومړیتوب کې ونیوه. نوموړی هر کله دا یادونه کوي چې “کمال خان د افغانانو، ملي شتمني او غرور دی. دا د سردار کمال خان او سردار داود خان لوی ارمان و، د دغه خوب ريښتیا کول زموږ د ټولو ګډ مسؤولیت دی.”

د کال خان له بنده د ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو لیدنه

کمال خان بند چې د هېواد نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې موقعیت لري. د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې یو له سترو پروژو څخه ده چې د اوبو مدیریت، برښنا تولید، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د سېلابونو مهار او خلکو ته د کارموندنې په موخه جوړیږي چې ۹۵ سلنه رغنیزې چارې یې بشپړې شوي او په نږدې راتلوونکي کې به د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس انجنیر خان محمد تکل له‌خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کمال خان بند له بشپړېدو وروسته، ۲۷۸۸ مېلیون متر مکعب مهار کوي؛ ۵۵ ملیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي؛ ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي او د ۹ مېګاواټه بريښنا د تولید ظرفیت به ولري.

ولې د کمال خان قبر او هدیره له خپل ځای څخه بل ځای ته ولېږدول شول؟

د دې خاورې مئین کمال خان چې د وطن په لار کې شهید شو، د سیمې خلکو د کمال خان بند خواته خاورو ته وسپاره، خو کله چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې انجنیرانو له‌خوا د کمال خان بند سروې او ډيزان ترتیب شول؛ د کمال خان قبر د بند د کاسې په سیمه کې راغی، دا چې د اوبو ذخیره کولو وروسته دغه سیمه ډنډېده؛ نو انجنبرانو اړینه وبلله چې له ویجاړېدو وړاندې هدیره باید بل ځای ته ولېږدول شي، ځکه د هېواد سفاهي کمال خان او نورو هېوادوالو قبرونه زموږ لپاره د عبرت او وطندوستۍ یادګارونه دي.

هماغه و چې د بند چارو بشپړېدو سره سم  د جمهور رئيس په هدایت او د سیمې علماء او مشرانو په لارښونه پرېکړه وشوه چې د کمال خان قبر او هغه موجوده هدیره باید له خپل ځای څخه بل ځای ته ولېږدول شي.

د کمال خان جسد، چې بل ځای ته ولېږدول شو

د یو ګډ کاري ټيم په جوړېدو سره د نيمروز ولايت د ملي شخصيت او د کمال خان د بند بنسټ ايښودونکي کمال خان مقبره او د نورو هېوادوالو هدیره د کمال خان د اتم پښت لمسي تر څنګ د نیمروز ولایت مقام، ولایتي شورا استازیو، چهاربرجک ولسوالۍ علماوو، قومي مشرانو، د مدني ټولو او ځوانانو له چاربرجک ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز ته ولېږدول شوه چې ډېر ژر به د کمال خان د قبر چارې پيل او په مرمرینو کاڼو ښکلې او ودانه شي.