ملي دسترخوان

د حکومت ملي دسترخوان او د ولسي جرګې خوګانې؟

ډوډۍ څنګه د خلکو دسترخوان ته رسيږي؟

خبریال: لطف علي سلطاني

ژباړن: امېد اشنا

افغان حکومت له پنځه مياشتيني ځنډ وروسته بلاخره د ولسي جرګې د مخالفت سربېره ملي دسترخوان پروګرام پيل کړ. دا پروګرام تېره اونۍ د ننګرهار له چپرهار ولسوالي څخه پيل شو. موخه يې له هغو کسانو سره مرسته ده، چې د کرونا ويروس له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي.

د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته حکومت د اړمنو هېوادوالو او هغو کسانو د لاسنيوي لپاره، چې د قرنطين په موده کې يې اقتصادي ستونزې لرلې، د وچې ډوډۍ د وېش، د غنمو د وېش او اوس د ملي دسترخوان ملي پروګرام پيل کړ.

که څه هم د وچې ډوډۍ او د غنمو د وېش پروګرامونه پلي شول، خو ډېر ګټور نه و. له دې لړۍ داسې رپوټونه خپاره شول چې يوازې په کابل کې د وچې ډوډۍ په پيسو کې لسګونه ميليونه افغانۍ فساد شوی دی.

د وچې ډوډۍ وېش او په هغه کې د پيسو د حيف و ميل تجربې د ملي دسترخوان پر پروګرام مستقيم اغېز وکړ او ولسي جرګې د ورته تجربې د تکرار د مخنيوي لپاره هغه رد کړ. په ټوله کې د پراختيايي پروژو د بوديجې تنقيض او ملي دسترخوان ته یې زياتول او تر هغه مخکې د وچې ډوډۍ د پيسو حيف و ميل د ملي شورا لخوا د دې پروګرام د ردولو عمده دلايل وګڼل شول.

د جمهوري رياست لومړي معاونيت، چې دا طرحه پلې کوي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت ولې د ملي شورا د مصوبې خلاف دا پروګرام پلی کوي، وايي چې اوسمهال شاوخوا ۹۰ سلنه افغانان د بېوزلي تر کرښې لاندې ژوند کوي او که حکومت څه ونکړي، فقر به نور هم زيات شي.

د جمهوري رياست د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر غړی سید باقر کاظمي اطلاعات روز ته وویل چې کرونا ناروغي، ورپسې بېوزلي زياتېدو او اوسمهال سړو، دولت داسې حالت ته راوست، چې بايد څه يې کړي وای. د هغه په خبره د دې لپاره حکومت د ملي دسترخوان پروګرام پيل کړ.

ښاغلی کاظمي وايي د ملي دسترخوان پروګرام د پلې کېدو مېکانېزم د دولت له تېرو پروګرامونو بدل او روڼ دی:«له رسنيو او مدني ټولنو غواړو چې د دې پروګرام د روڼتيا د تامين لپاره، د دولت تر څنګ له دې پروګرام څخه جدي څارنه وکړي.»

هغه د ملي شورا لخوا د دې پروګرام د پيسو د حيف و مېل کېدو اندېښنې ته په ځواب کې وويل:«اندېښنه د نورو هېوادوالو د زيانمنېدو په قيمت نشي کېدی. له وکيل صاحبانو غواړو چې په دې اړه بيا کتنه وکړي؛ ځکه چې د افغانستان خلک د دې پروګرام پلې کېدو ته جدي اړتيا لري.»

خو د ولسي جرګې ځينې غړي تر اوسه ټينګار کوي چې دا پروګرام غير قانوني دی او هغه د ملي بوديجې زيات حيف و ميل کېدو ته ګواښ بولي.

د ولسي جرګې غړی رحیم علي یار د حکومت دا کار د قانون خلاف بولي؛ ځکه په خبره يې حکومت حق نلري چې تصويب شوې بوديجه د کال په جريان کې تعديل کړي:«په بوديجه کې تصرف او له يوې ډېرې مهمې پروژې څخه بلې پروژې ته د بوديجې لېږدول غير قانوني او د حکومت صلاحيت ندی.»

د ښاغلي علي یار په خبره یوازې د دوشي – بامیان سړک له پروژې څخه شاوخوا ۷ ملیارد افغانۍ د ملي دسترخوان پروژې ته لېږدول شوي دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې دا غړی ادعا کوي چې پراختيايي شوراګانې د مستحقو کسانو په نښه کولو کې هم رڼې ندي: «د پراختیایي شوراګانو رییسانو د مستحقو کسانو په نښه کولو کې غير عادلانه چلند کړی؛ څلور خپل، خپلوان يې په لېست کې شامل کړي او خوار او اړ کسان يې پرېښي دي.»

محمدرحيم علي يار په ولسي جرګه کې د باميان د خلکو استازی ــ انځور د ښاغلي علي يار له فېسبوک پاڼې

شاوخوا پنځه میاشتې مخکې چې د ملي دسترخوان موضوع ياده شوه، د مالي او بوديجې کميسيون اعلام وکړ چې د دې پروګرام ۳۳۵ ميليونه ډالر بوديجه له ۱۷ زېربنايي پروژو کسر شوې ده.

دې کمسيون ويلي و، چې د ملي دسترخوان تطبيق به د پروژو کارونه له خنډ سره مخ کړي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کميسون غړې ذکيه سنګین هم دا پروګرام د ملي شورا د مصوبې خلاف او غير قانوني بولي:«هغه پيسې چې د ملي دسترخوان په پروګرام کې مصرفيږي، په پلازمېنه او ولايتونو کې حيف و ميل کيږي. په عين حال کې ولسي جرګې دا پروګرام رد کړی دی، اوس به حکومت د دې پروګرام د تطبيق په اړه پارلمان ته د ځواب مسوليت هم نلري.»

د ولسي جرګې د دې غړې په خبره ښه به دا وه چې حکومت له بېوزلو خلکو سره د مرستې لپاره هغوی ته کاري زمينې برابرې کړې وای؛ سپک او صنعتي کارونه، چې د هغې په خبره هم د دولت په ګټه و او هم د خلکو. هغه همدارنګه وړانديز کوي ښه دا وه چې حکومت د ښوونکو تنخوا زياته کړې وای؛ ځکه چې په افغانستان کې ښوونکي محروم دي او په اوسني معاش د ژوند اړتياوې نشي پوره کولی:«که دا کار وشي، روښانه او واضح ښکاري چې څومره پيسې د څه لپاره مصرف شوې؟ موږ هم له پروسې ښه څارنه کولی شو.»

ذکيه سنګين، په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازې ــ انځور له اجتماعي شبکو

ډوډۍ څنګه د خلکو تر دسترخوانه رسيږي؟

دا برنامه د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت لخوا په کلیوالي سیمو کې د پراختيايي شوراګانو او ښارونو کې د ناحيو په همکاري پلې کيږي؛ داسې چې هره شورا او ولسوالي د غریبانو لېست اخلي او د ملي دسترخوان پروګرام په آرشيف کې يې ثبتوي. ورپسې د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت د هر کلي لپاره د د بېوزلو شمېر ته په کتو بوديجه ځانګړې کوي او د هغې شورا بانکي کاونټ ته يې ليږي، چې شورا په نښه شويو اړمنو ته له دې پيسو څخه خوراکي او طبي توکي پيري او پر هغوی يې ويشي.

د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت ویاند فریدون آژند اطلاعات روز ته وويل چې تر اوسه په ۲۵۰ کليو کې د ۲۶ ميليونه افغانيو په ارزښت ۴۶۰۰ کورنيو ته خوراکي او د مينځلو توکي وېشل شوي دي. د هغه په خبره دا پروګرام د افغان حکومت او نړيوال بانک په همکاري په دوه پړاوونو کې پلې کيږي. لومړی پړاو به، چې تېره اونۍ پيل شو، د ۳۴ ولايتونو د ۱۳۳ ولسواليو په شاوخوا ۱۳ کليو کې پلی شي. د دې پروګرام د لومړي پړاو لپاره ۸۶ ميليونه ډالر بوديجه په نظر کې نيول شوې، چې مرکزي بانک يې ورکوي.

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالي د کنډيوال کلي اوسېدونکی او د همدې کلي د پراختیايي شورا غړی محمد اغا له اطلاعات روز سره په خبرو کې د دې پروګرام د مرستو وېش شفاف ياد کړ او ويې ويل چې تر اوسه د دې کلي شاوخوا ۹۰ کورونه له يادو مرستو برخمن شوي دي:«هيله من يو چې دا مرستې په همدې ډول، چې مستحقو کسانو ته رسيږي، دوام وکړي. مستحق کسان، يتيمان، کونډې له دې پروسې څخه ډېرې خوشاله دي.»

ملي دسترخوان پروګرام د ننګرهار ولايت له چپرهار ولسوالي څخه پيل شو ــ انځور د ننګرهار د والي له فېسبوک پاڼې

د مرستو هغه بسته چې په کنډيوال کلي کې وېشل شوې، څلور زره افغانۍ ارزښت لري او وړه، لوبيا، وريژې، غوړي، مالګه، چای، بوره او د لاس مينځلو صابون پکې دي. د محمداغا په خبره ملي دسترخوان پروګرام لږ تر لږه د هغوی په کلي کې په موکه او ګټور دی:«په چپرهار کې کېدی شي له ۱۰۰ کورونو ۹۰ مستحق وي؛ ځکه چې په دې ولسوالي کې له کلونو جګړې وې او په وروستيو کلونو کې وچکالي او کرونا هم پرې ور زياته شوه.»

ټاکل شوې د دې پروګرام دویم پړاو د ۳۴ ولايتونو د ۲۳۵ ولسواليو په شاوخوا ۲۲ زره کليو کې پلی شي. د دويم پړاو لګښت ۱۵۸ ميليونه ډالر په نظر کې نيول شوی دی. په ټوله کې د لومړي او دويم پړاو ټول لګښت ۲۴۴ ميليونه ډالرو ته رسيږي.

د افغان دولت او د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت کار پر اړمنو د مرستو د پروسې څارنه ده. د کليو بيارغونې او پرمختيا وزارت او ښاروالي ګانې د دې پروګرام د پلې کولو مسوليت لري. د ښاغلي آژند په خبره په دې پروګرام کې ۸۰ په سلو کې د کليو بيارغونې او پرمختيا وزارت او ۲۰ په سلو کې ښاروالي ګانې ښکېلې دي.

حکومت وايي ټاکل شوې ۵ ميليونه کورنۍ به، چې اټکل شوی د هېواد ۹۰ سلنه نفوس جوړوي، له ملي دسترخوان څخه برخمنې شي.