ملکي مرګ ژوبله

ختیځ زون کې جګړو له ۱۱ سوو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ – ژوبله اړولې

اطلاعات روز: ختیځ زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مسوولین وایي، روان زیږدیز کال کې په دې زون کې د جګړو له امله ۱۱۳۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختیځ زون کې د بشر حقونو خپلواک کمیسیون رئیس شمس الرحمن حبیب اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې په روان کال کې د بمي چاودنو، هدفي وژنو، ځانمرګو بریدونو، د ملکي وګړو پر کورونو د هوایي مرمیو د لګیدو او نښتو له امله په پېښو کې ۳۵۷ تنه وژل شوي او ۷۷۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي حبیب په خبره په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

حبیب زیاتوي: «په ټول ختیځ کې ۱۱۳۴ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښټې چې په دې کې ښځې ماشومان او لویان هم شامل دي، دوی ته زیاتره تلفات په دې وروستیو کې وراوښتي دي.»

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له کله راهیسې چې په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ خبرې پیل شوي ورسره سم په ټولو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي دي.

هغه زیاته کړه: « له کله چې په قطر کې د سولې خبرې پيل شوې نو له هغې راهیسې هم د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوه او د خلکو تمه دا وه چې اوربند به وشي خو داسې ونشول. »

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د ملکي تلفاتو د کچې لوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

د یاد کمیسیون رئیس لعل ګل لعل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د جګړې پر مهال د ملکی وګړو وژل کیدل د بشرحقونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل یاد کړ او د جګړې له دواړو خواوو یې وغوښتل، چې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.

لعل زیاته کړه: «د جګړې داوړو خواوو تل د ملکي وګړو خوندیتوب ته پآم نه دی کړی او همیش یې ملکي وګړي خپل هدف ګرځولي، که هر څوک ملکي وګړی وژني باید سخته سزا ورکړل شي.»

بل لور ته په ننګرهار کې د ملکي وګړو د خوندیتوب کمیټې غړي احمد ظاهر زهیر اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې اندیښنه وښوده.

 زهیر زیاته کړه: «مونږ ته نور د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو نه ده له دواړو خواوو غوښتنه کوو، چې دملکي خوندیتوب ته پام وکړي، ځکه د روانې جګړې ډیر قربانیان ملکی وګړي دي.»

دملکی وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو په اړه داسې مهال اندیښنې زیاتې شوي چې، په دې وروستیو کې د هیواد  په مرکز او بیلابیلو ولایتونو کې د جنګ جګړو او نورو ناامنیو زور اخیستی، چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي دي.