پښتورګي

د خلکو پر پښتورګو د بېوزلۍ بار

«زما ګرده د هغه ځان ژغوري او د هغه پیسې زما ژوند»

خبریاله: معصومه جعفري

ژباړن: بهادرخان رحماني

«درې میاشتې مې په دې موضوع فکر وکړ. خېټه مې لس تر دولس سانتي پورې پرې کېږي. په دې پوهېږم چې نور دروند کار نه شم کولی. د خپل ځان غړی د پیسو بدل کې پلورم. هغه ما ته پیسې راکوي، څو خپل ژوند وژغوري او زه د خپل ځان غړی ورکوم څو له لوږې، بېوزلۍ او بېچارګۍ ووځم. هر کار ته مې لاس وغځاوه، بله چاره نه لرم.» دغه جملې د سمېع (مستعار) خبرې دي چې ګرده یې خرڅلاو ته ایښي. هغه چې ۲۸ کاله عمر لري اطلاعات روز ته وایي، له ډېرې بې وزلۍ دا کار کوي څو خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړي.

د ډیسمبر ۱۲مه د ګردو ناروغانو ملاتړ نړیواله ورځ ده. د افغانستان روغتیا وزارت وایي، هيواد کي درې زره کسان د پښتورګو ستونزه لري. دغه هغه شمېرې دي چې یواځې دولتي روغتونونو کې ثبت دي. د ټولو هغو کسانو چې افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته دي، ټاکلی شمېر یې جوت نه دی. افغانستان کې د پښتورګو خرڅلاو غېرقانوني دی.

«بله لار را ته پاتې نه ده»

سمېع له هغه وروسته چې خپله ګرده یوې خبرپاڼه کې پر فېسبوکپاڼې خرڅلاو ته کېښوده، ۷ زره ډالري وړاندیز یې ترلاسه کړ. هغه وایي، که څه هم پوهېږي چې د ګردې په وېستلو یې څه سره مخ کیږي، خو له دې پرته بله لار نه لري: «بله لار راپاتې نه ده.»

د افغانستان روغتیا وزارت وایي، تر اوسه دولتي روغتونونو کې د پښتورګو تړنه نه ترسره کیږي، خو کابل او هرات کې څلور روغتیایي مرکزونه د پښتورګو تړلو عملیات کوي. خو یاسر (مستعار) هم له هغو کسانو دی، چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې خپله ګرده خرڅلاو ته ایښې ده. هغه وایي، یوه ورځ چې له یو خصوصي روغتونه تېرېده یوې خبرپاڼې سره مخ شوه، چې په کې لیکلي یې وه «د پښتورګي پېرل په ۲۵ لکه افغانۍ.» هغه چې له ډېر وړاندې اقتصادي کړکېچ تجربه کوي وایي، «له دې وړاندې مې چنداول کې ځلوبۍ پخولې. تېر کال مې یوه کارخونه جوړه کړه. توکي ډېر لوړ ول. جلبي مې ارزانه وپلورل، پوروړی شوم. له یو چا مې پیسې واخیستې چې اته میاشتې یې وخت راکړی، که یې پیسې ور برابرې نه کړم اړ یم چې کور مې خرڅ کړم.»

ډېری هغه کسانو ته چې حاضر دي خپل پښتورګي خرڅ کړي، یو څیز ګډ دی؛ بې وزلي او تنګلاسي. یاسر  اووه کاله وړاندې هغه مهال چې غوښته یې واده وکړي، له بانکه یې یو لک افغانۍ پور واخیستې، چې د پور بېرته اداینې په خاطر یې هره میاشت نږدې ۹ زره افغانۍ د دوه کالو په موده کې ورکولې. هغه وایي، په ځلونو یې له بانکه پور اخیستی او همدا د دې لامل شوی چې ستونزې نه یواځې دا چې حل نه شي، بلکې نور هم پوروړی شي: «اوس مې هم له بانکه پور واخست: ۶۰ زره افغانۍ، میاشت کې ۴ نیم زره افغانۍ باید بېرته بانک ته وسپارم.» هغه چې د خپل ورور له فیسبوکه د خپل پښتورګي د پلور اعلان کړی دی وایي، تر اوسه د هغه وینې سره سم کوم چا د ګردې غوښتنه نه ده کړې، خو یو کس ور سره اړیکه کړې او ګرده یې په ۱۳ لکه افغانۍ ځنې اخلي.

جمهوریت روغتون کې د همودیالیز مرکز/انځور له ټولنیزو شبکو

افغانستان کې د پښتورګو په ناروغۍ اخته درې زره کسان

پښتورګی د بدن یو کلیدي غړي په توګه د اضافي موادو د چاڼ او د بدن زهرو یا مهلکه ګرم باد دفع دنده لري. د بدن دا مهم غړی که له ستونزې سره مخ شي د وګړي ژوند او سلامتیا ټول عمر اغېزمن کیږي. روغتیا وزارت کې د مسوولینو په وینا، دمګړۍ افغانستان کې د هغو شمېر چې د ګردو په ناروغۍ اخته دي، درې زرو ته رسیږي. البته دغه شمېر دولتي روغتونونو پورې اړوند دي، چې یوازې زر تنه یې پلازمېنه کابل کې ثبت او راجستر دي.

روغتیا وزارت کې د همودیالیز یا پښتورګو درملنې پروژې مسوول ډاکټر محمد قاسم صاحبي وایي، له دې سره سره چې د پښتورګو ناروغان د درملنې پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو بیا هم افغانستان په لسو ولایتونو کې د همودیالیز چوپړونو وړاندې کولو توان لري او پام کې ده چې د ۹۹ کال پای پورې څلور نور مرکزونه هم فعال شي. د پښتورګو لومړۍ مرکز په ۹۱ کال یانې اته کاله وړاندې په هېواد کې پرانستل شو. دغه مرکز د هغو لپاره چې درملنې لپاره بېرون تلل، ستونزې یې تر یوې کچې رفع شوې.

کابل، هرات، بلخ او ننګرهار له هغو ولایتونو دي چې د دې پروژې پیل کې او د ولایتونو زون بندۍ پر بنسټ د همودیالیز تجهیزاتو شامل شول. دویم پړاو کې نیمروز، کندوز، فاریاب، پکتیا، خوست او کونړ ولایتونه دي او ټاکل شوې د روان کال تر پایه بدخشان، دایکنډي، تخار او غزني په همودیالیز مجهز شي.

افغانستان کې د همودیالیز لګښت لا زیات دی. له بلې خوا ډېری نور تر اوسه دې چوپړونو ته لاسرسی نه لري. د بېلګې په ډول حبیب الله ۲۱ کلن ځوان و چې څو میاشتې وړاندې یې د پښتورګو ناروغۍ له امله خپل ژوند بایلود. د حبیب الله پلار وایي، د همودیالیز لګښت ډېر زیات دی او ده په هغه موده کې چې زوی یې په روغتون کې بستر و، له ۴ لکو ډېرې ولګولې: «پاکستان ته لاړو هلته مو درملنې لپاره ډېر لګښت وکړ. اونۍ کې یو ځل مو دولتي روغتون ته وړه. ټول توکي مو اخیستل چې له ۱۸۰۰ تر دوه نیم زرو مصرفېدې. یوه پېچکاري یې ۴۰۰ افغانۍ کېدې.»

حبیب الله ۲۱ کلن ځوان و چې څو میاشتې وړاندې یې د پښتورګو ناروغۍ له امله خپل ژوند بایلود/انځور له ټولنیزو شبکو

د حبیب الله پلار چې د زړو توکو په خرڅونې بوخت دی، او چندان مالي حالت نه لري وایي، د پښتورګي پیوندولو لپاره له ۱۳ لکه افغانیو ډېرې اړتیا وه او هغه په هېڅ وجه د دې پېسو توان نه درلود او په پای کې یې خپل زوی له لاسه ورکړ.

یواځې د پښتورګي پیوندول چاره نه ده

دا خبرې داسې مهال کیږي چې عامې روغتیا وزارت کې د همودیالیز او پښتورګو درملنې پروژې مسوول ډاکټر قاسم وایي، د پښتورګي لګول د کار پای نه دی بلکې د یوې بلې ستونزې پیل دی: «تقریبا پر همودیالیز ناروغۍ د لګښت کچې هومره درمل باید د پښتورګو ناروغ وخوري. لومړۍ ټاکنه همودیالیز دی چې که ناروغ وتوانیږي په ترتیب سره همودیالیز شي، کولای شي خپل کار ته ورسیږي او خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.  »

هغه پر دې ټینګار سره چې د پښتورګي لګول د پښتورګو ستونزې درملنې دویم ځای کې راځي وایي، د پښتورګو له ۵۰ تر ۸۰ سلنه نښلونې له ۶ میاشتو یا یو کال په تېرېدو سره خپله جوړونه له لاسه ورکوي او ښایي هغه بېرته ووهي او کس بیاځلي دیالیز ته وروګرځي.

د ډاکټر صاحبي په وینا د دې برخې ناروغان په دوو شدید یا سخت او اوږدمهاله برخو باندې وېشل کیږي چې اوږدمهاله ناروغان د دیالیز په ترسره کولو اړ دي او یا دا چې پښتورګی ونښلوي. ډاکټر صاحبي د همودیالیز لړۍ وخت نیونې ته په اشارې وایي، «هر ناروغ درې دورې په دریو غونډو کې ۹ تر ۱۲ ساعتونو باید همودیالیز شي. ډېر توان غوښتونکی کار دی. د ناروغ له بدنه وینه اخیستل کیږي، دستګاه ته واردېږي او له بیا چاڼ وروسته د ناروغ بدن ته ننوځي. دغه پروسه له دریو تر څلورو ساعتونو وخت نیسي.»

د پښتورګي پلورل جرم دی

ډاکټر صاحبي وایي، په ټولې نړۍ کې د پښتورګي پلورل جرم دی او افغانستان کې د پښتورګي تړل په قانوني توګه نه ترسره کیږي ځکه چې تر اوسه افغانستان کې د پښتورګو نښلولو مقرره په قانوني بڼه نه دی راغلې: «دوه کاله وړاندې هڅه وشوه چې د ګردې نښلول ترسره شي. مقرره د دې لپاره منظور شوه او د تقنین له امریته عدلیې وزارت ته لاړه څو د پارلمان له تصویبه پلې شي.»

ډاکټر صاحبي وایي تر هغې چې د پښتورګو تړنه قانوني نه شي ترسره کول یې سم نه دي/انځور اطلاعات روز ته استول شوی

ښاغلي صاحبي په ادامه کې وایي، له دوه کالو راهیسې دوه خصوصي مرکزه کابل او دوه خصوصي مرکزه په هرات کې پښتورګي تړي او په هېڅ هېواد کې د درملنې دا لړۍ په دولتي روغتونونو کې نه ترسره کیږي، ځکه چې د پښتورګو تړنه لوی لګښت غواړي او دولت نه شي کولی ترې ملاتړ وکړي. د ډېسمبر ۱۲مه له پښتورګو د ملاتړ نړیواله ورځ ده او افغانستان اته کاله کیږي چې په همودیالیز مجهز شوی او د دې کلونو له تېرېدو ورسته یوازې لس مرکزونه په هېواد کې فعال دي. روغتیا وزارت په دې هڅه کې دی چې د همودیالیز ډېر نور مرکزونه په ولایتونو په ځانګړي ډول صعب العبور سیمو کې رامنځته کړي.

ډاکټر صاحبي وایي، افغانستان کې د پښتورګو ډالۍ کولو کلتور نشته او تر اوسه د مسوولینو له خوا په دې برخه کې بنسټیز کار نه دی شوی. د وړ کلتوري او ټولنیزو بستر نه شتون د پښتورګو خرڅلاو له اصلي لاملونو دی. هغه زیاتوي، په ډېری روغتونونو کې د مغزي مړینې ناروغان شته دی چې د کورنیو غړو په رضایت د هغوی غړي اړمنو ناروغانو ته ونښلوي؛ هغه کار چې ډېری هېوادونو کې دغه کار په عادي توګه دوام لري خو د پښتورګي خرڅول د قانون خلاف دی او ټولنیز منفي پایلې او د غړیو ډالۍ کول باید خپل ځای د غړیو سوداګري و نه نیسي.