کرونا

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۹۸ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او شپږ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۶۰۷ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۹۸ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، پکتیا، بغلان، بامیان، لغمان، کونړ، غور، خوست، فراه، ارزگان، پکتیکا، جوزجان او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۴۲۸ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۰۰ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۱ زره او ۹۰۱ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته شپږ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۱۹۵ تنو ته ورسېد.