لارو تړل

د چارواکو له خوا تړل شوي سړکونه پرانستل کیږي

اطلاعات روز: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د امنیت خوندیتوب په موخه په ښارونو کې د چارواکو له خوا تړل شوي سړکونه پرانستل کیږي.

امرالله صالح د نن سهار (پنج شنبه، ۱۱ مرغومې) شپږ نیمو بجو له غونډې پر خپلې فېسبوکپاڼې خپرې شوې لیکنې کې ویلي، د چارواکو سوداګرو او نورو نامتو وګړو له خوا د سړکونه تړل د امنیت خوندیتوب تر ټولو بده لار ده.

ښاغلي صالح لیکلي: «په عین حال کې د ښار ځینو برخو کې د سیاست، اقتصاد او دولت برخو ځینې نامتو وګړي واټونه د امنیت ټینګښت په موخه تړلي دي. د امنیت خوندیتوب یوه تر ټولو بده لار د لارو تړل دي. هوښیاره لار همدا ده چې همدا زرهی غرفي او موانع چې بېرون یانې په عام ځای کې یې ایښي خپل انګړ ته دې ننباسي. یواځې همدا.»

د ولسمشر لومړي مرستیال په ادامه کې لیکلي چې د ناامنۍ له ګواښه هم خبر دی او زیاتوي ډاډه اوسئ چې په هېڅ دلیل د کوم چا د امنیتي تدابیرو کمزوري کېدل نه غواړي.

له کلونو راهیسې کابل او په نورو ښارونو کې ځینو چارواکو، سوداګرو او نورو نامتو وګړو د خپل کور یا دفتر مخې ته په کانکریټي دېوالونو کېښودو سره د خلکو پر مخ لارې تړلي دي. خلکو ته د دې لارو تړنې ګڼې ستونزې رازېږولي او لږ واټن یې ورته په اوږد مزل اړولی دی.