کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰ تنه پرې اخته او ۱۱ نو مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۲۳۰ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۲۰ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، بغلان، پروان، نیمیروز، دایکندي، لغمان، کونړ، فراه، زابل، سمنګان او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۷۰۶ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۱۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۲ زره او ۲۹۱ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۱ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۲۲۲ تنو ته ورسېد.