معلولین

د معلولينو سخت ژوند او د حکومت تشې ژمنې

د يو ميليون معلولينو له ډلې، دولت د ۱۸۰ زرو مالي ملاتړ کوي

خبریال: هادي خوشنویس

ژباړن: امېد اشنا

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اټکل له مخې په تېرو درې کلونو کې شاوخوا ۱۵ زره کسان د معلولیت لرونکو کسانو په ډله کې ور زيات شوي دي. په هېواد کې د معلولیت لرونکو کسانو شمېر شاوخوا یو ملیون اعلام شوی، چې له ډلې يې ۱۸۰ زره د دولت لخوا تمويليږي.

دولت له معلولیت لرونکو وګړو څخه د ملاتړ او مرستې لپاره لومړی قانون په ۱۳۸۹ کې په درې فصلونو او ۴۰ مادو کې تدوين او پلی کړ، خو ځينو معلولو کسانو او د معلولينو د حقونو مدافع بنسټونو د دې قانون ځينې برخې تبعيض آميزه بللې او د هغو د تعديل غوښتونکي دي. که څه هم حکومت شپږ وړاندې له معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ د قانون د تعديل خبره کړې وه، خو لا هم په ياد قانون کې کوم بدلون او تعديل ندی راغلی.

لسګونه معلولينو له څو ورځو راهيسې د ملي شورا مخې ته له معلولينو د ملاتړ قانون د نه تعدېلېدو، د کاري زمينو د نشتوالي، په دغه قانون کې پر يادو شويو امتيازاتو د محدوديت او د دوی په معاشونو کې د ۵۰ سلنه کموالي له امله د اعتراض خېمه وهلې ده. اعتراض کوونکي وايي چې حکومت د دوی سخت ژوند ته پام نکوي او ژمنې يې د کاغذ پر مخ دي.

اعتراض کوونکو له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې د ځينو ستونزو او محدوديتونو له امله نشي کولی له معولينو د ملاتړ په قانون کې له يادو شويو امتيازاتو ګټه واخلي. له دې ډلې روغتيايي، ښوونيزو او روزنيزو خدمتونو ته نه لاسرسی او د دوی لپاره په ځمکو او د استوګنې په اپارتمانونو کې برخه نه ځانګړي کول، هغه څه دي چې وايي ترې بې برخې دي.

د کاغذ پر ژمنې بشیر دیره، له معلولينو د ملاتړ پر قانون اعتراض لري. هغه وايي له هغو امتيازاتو يې ګټه نده اخيستې چې دولت ور سره د «د معوليت لرونکو وګړو د حقونو او امتيازاتو» قانون کې ژمنه کړې ده.

عاشق الله: «که رشوت ورکړو معاش مو پوره راکول کيږي، خو زموږ معاش دومره ندی چې رشوت ورکړو.»

ښاغلي ديره له معلولينو د ملاتړ قانون ۴ او ۸ مادې ته په اشاره وويل چې دولت بايد د جنګي او طبيعي معلولينو تر منځ تبعيض له منځه يوسي. هغه د زیږون او طبیعي معلولیت لرونکو وګړو زیاتوالی د درملو او واکسینونو د نشتوالي له امله بولي: مېرمن مې ناروغه وه، کله چې نور روغتون ته ورغلم، د يوې فورمې لپاره يې ۷۰ افغانۍ رانه واخيستې. ويل يې وزير صيب پر ټولو خلکو ايښې دي. زه په ۵ زره افغانيو، چې سږکال يې دولت ۵۰ سلنه ندي راکړې، څه وکړم؟»

ښاغلی دیره ټینګار کوي چې حکومت څو ځله ور سره ژمنه کړې چې له معلولينو د ملاتړ قانون به تعديلوي، خو تر دې دمه دا قانون نه دی تعدیل شوی:«جمهوري رياست د ډېسمبر په ۳ ژمنه وکړه چې له معولينو د ملاتړ قانون به تعديلوي، خو تر اوسه يې څرک نشته.»

د پارلمان په دروازه کې ځينې دا راټول شوي کسان وايي هغه ژمنې او امتيازات چې دولت په اړوند قانون کې دوی ته ورکړي، يوازې د کاغذ پر مخ دي او يوازې هغه کسانو ترې ګټه اخيستې چې پېژندګلوي لري او نور ترې بې برخې دي.

له معلولینو د ملاتړ قانون په ۲۳ ماده کې دولت ژمنه کړې چې د معلولينو د پياوړتيا او وړتياوو زیاتولو لپاره به هغوی ته د وړتياوو زیاتولو مرکزونه جوړوي. معلوليت لرونکي وايي چې دولت په ټول افغانستان کې د دوی د بياتوانايي لپاره يوازې يو روغتون جوړ کړی دی.

اصف رحیمي په ۱۳۶۵ کال کې د حکومتي ځواکونو او د مجاهدینو تر منځ په جګړه کې معلول شوی دی. هغه اندېښمن دی چې دولت به يې مالي ملاتړ پرېږدي:«د شهیدانو او معلولینو په وزارت کې اوازه ده چې د هغو معلولينو معاش بنديږي چې له ۱۳۸۰ مخکې معلول شوي وي. موږ ته وویل شول چې د خپل معلولیت د بيا تثبيتولو لپاره ۴۰۰ بستريز روغتون ته ولاړ شو. هلته يې پلمه وکړه چې د دفاع وزارت پېژنتون ته ولاړ شئ، هلته چې لاړم، هغوی وويل چې ستاسو اسناد سوځېدلي دي.»

عبدالمنان له معولينو د دولت له ملاتړ ناراضه دی

له معلولینو د ملاتړ قانون په ۲۴ ماده کې ويل شوي چې:«ښاروالي ګانې دې په پلازمېنه او ولايتونو کې د ځمکو د نمرو د وېش پر مهال معلوليت لرونکو ته ۵۰ سلنه تخفيف او د ښاري پرمختيا وزارت او نورې اړوندې ادارې دې د استوګنيزو اپارتمانونو وېشلو پر مهال معولينو ته د هغوی په قيمت کې ۲۰ سلنه تخفيف په نظر کې ونيسي.»

اصف رحیمي زیاتوي چې هغه د حکومت له مالي مرستې پرته له معلولینو د ملاتړ قانون له نورو امتيازاتو ندی مستفيد شوی:«د معلوليت لرونکو کسانو په درملنه کې موږ نه مني. کله چې ناروغ شو، د تداوي لګښت خپله ورکوو. د کار په برخه کې ښاروالي ژمنه کړې وه چې موږ ته به ۲۰ زره غرفې راکوي، تقريبا ۸ زره کسانو غوښتنليکونه ورکړل، خو ښاروالي وويل چې دا يې په وس کې نده. د يوه نمره ځمکې او اپارتمان په برخه کې مو مخکې هڅې کړې، خو ځای يې ونه نيو. کله به مو چې عريضه کوله، ورکېده به.»

د معوليت لرونکو له ډلې عاشق الله وايي چې دولت يې کاروبار تړلی او له دوی څخه مالي ملاتړ يې نيمايي ته راښکته کړی دی. عاشق الله وويل:«موږ له يوې برخې امتيازاتو د سوټي په زور برخمن شوي يو، نه د قانون په زور. که رشوت ورکړو، معاش مو بشپړ راکول کيږي، خو زموږ معاش دومره ندی چې رشوت ورکړو.»

ملک محمد ملک زاده په ۱۹۹۰ کې د ماین په چاودنه کې یوه پښه له لاسه ورکړې. هغه وايي چې د دولت د ژمنو نه عملي کېدو له امله د پارلمان مخې ته راغلی. د ښاغلي ملک زاده په خبره ځینو معلولینو د دولت اقتصادي مرسته نده تر لاسه کړې او د ځينو نيمايي معاش ندی ورکړل شوی:«ځينو معولينو چې سخت کارونه يې کول، دولت له سيمو لرې کړل. زموږ غوښتنه دا ده چې ۳ سلنه هغه معلولين، چې وړتيا لري، په ټول هېواد کې په دندو وګمارل شي.»

عبدالمنان وايي سل سلنه معلول دی، خو له هغو امتيازاتو بې برخې دی، چې له معلولينو د ملاتړ په قانون کې راغلي دي:«ما له دولت څخه نه ځمکه اخیستې او نه بل څه. يو يا دوه لاسونه يا يې دواړه پښې پرې شوې وي، دولت وايي چې تاسو د معلوليت د تثبيت اسناد نلرئ. اسناد يې خپله ورک کړي دي.»

ایا قانون به تعدیل شي؟

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له معلولينو د ملاتړ قانون د تعدیل خبره کوي او وايي چې د دوی لخوا د دې قانون مسوده وروستۍ شوې او د پلې کولو لپاره يې د قانوني پروسې طی کولو ته په تمه دي:«د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډ کميسیون تېره اونۍ پرېکړه وکړه چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت دې په بوديجه کې د خپلواک وزارت په توګه شامل شي. دا پرېکړه جمهوري رياست ته تللې، که ولسمشر دا پرېکړه ومني، موږ په مسوده کې د وزارت نوم بدلوو او عدليې وزارت ته يې ليږو.»

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزارت ویاند ضیاالحق فضلي د ځينو معلولينو اعتراض په کابل کې ښار کې د دوی د غرفو د لرې کولو او له هغو کسانو سره د دولت د مالي مرستو بندولو له امله بولي، چې په خبره يې جعلي کارتونه يې جوړ کړي و:«زموږ نوې سروې ښيي چې له موږ څخه مالي حقوق اخيستونکي شاوخوا ۵۰ زره کارتونه جعلي دي. موږ په تېر يو کال کې ۳۰ زره جعلي کارتونه تثبيت کړل.»

د ښاغلي فضلي په خبره کابل ښاروالي پلان لري چې د بې نظمي د مخنيوي لپاره د کسانو په بايو مټرېک کولو هغوی ته غرفي ورکړي، چې ۷ سلنه يې د معلولينو دي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي د معلولیت لرونکو کسانو دا ادعاوې، چې ښوونيزو، روزنيزو او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نلري، ردوي:«زموږ د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره لسګونه انسټيټيوټونه لرو، په دارالامان کې د پيغمبر اعظم په نوم د وړتياوو زياتولو مرکز د سترګو، غوږونو او د مصنوعي غړو جوړولو او رواني درملنې په برخو کې له معلوليت لرونکو کسانو سره مرسته کوي.»