کونډې مېرمنې

جګړه کې کونډې او بورې شوې مېرمنې؛ د ګټیالیو نه شتون او د ستونزو اوج

خبریال: امېد اشنا

د خوست ولايت هغه ښځې چې مېړونه او زامن يې په جګړو کې له لاسه ورکړي، وايي ژوند يې له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

هغوی له حکومت څخه ناراضه دي چې لاسنيوی يې نه دی کړی.

د دوی له ډلې يې ځينې وايي چې د زوی يا خاوند له شهادت وروسته آن د اړوندې ادارې لخوا کتابچه هم په خورا ستونزو جوړيږي.

شيرين ګله هغه پنځوس کلنه کونډه مور ده چې له خپلو دوو کونډو ننګندو او پنځو يتيمو لمسيانو سره خوست ښار ته نږدې په يوه کرايي کور کې اوسيږي.

شيرين ګلې وويل چې خاوند، دوه ځوان زامن او يو لېور يې په روانه جګړه کې له لاسه ورکړي.

هغه وايي چې خاوند يې د پوليسو په ليکو کې له طالبانو سره په جګړه کړې وژل شوی، خو زامن او لېور يې بيا له دې کبله په نښه شوي وو، چې ګني له حکومت سره يې همکاري درلوده.

نوموړې زياته کړه: «دا څلور سړي مو له لاسه ورکړي دي، د کور سرپرستي په خپله غاړه لرم. د زامنو پيسې او د خاوند تقاعد مې اخلم. په دې باندې ګوزاره کوم.»

شيرين ګله زياتوي چې که څه هم ځينې وخت له دې سره د حکومت لخوا مرسته کيږي، خو دا مرستې نه يوازې د دوی ټولې اقتصادي ستونزې نشي حل کولی، بلکې په لرې سيمو کې ترې ډېرې کورنۍ او مېرمنې محرومې دي.

نوموړی د خپلو لمسيانو راتلونکي ته ډېره اندېښمنه ده او وايي غواړي ې د هغوی زده کړو ته لازم پام وشي.

دا وايي: «شهيدان مې هر وخت ياديږي، دومره سختي راباندې راشي چې ايله کليمه ووايم. خو زه وايم چې نور دې الله خير پېښ کړي. د وطن په خدمت کې شهيدان شوي، ورک ندي.»

ګل زري د دې ولايت بله بوره مور ده، چې جګړې ترې درې ځوان زامن اخيستي دي. 

نوموړې ته د دوه کونډو ننګاندو او پنځه يتيمو لمسيانو سرپرستي ور په غاړه ده او وايي درې وخته ډوډۍ پيداکول ورته لويه ننګونه ده.

هغې وويل: «داسې څوک نشته چې لاس درکړي، چې خپل جېب يې ډک وي، بيا نه يتيم ته پام کوي، نه غريب ته؛ زه دې کور کې پرته يم، خپله سرپناه نه لرم.»

ګل زري په هېواد کې د سولې د ټينګښت هيله لري او له دولت څخه غواړي چې په دې برخه کې رښتيني او جدي هڅې وکړي.

زري هم د لمسیانو د زده کړو او ښه ژوند هيله پالي او وايي دولت دې يې د نورو لومړنيو اړتياوو پوره کولو سربېره د هغوی معياري زده کړو ته هم پام وکړي.

دا وايي: «انسان بايد همت له لاسه ورنکړي. دا وايم چې خدای پيدا کړي و او خدای واخيستل. دا فاميل ما په غاړه اخيستی دی. روزي رسان الله دی، خو زه يې ورته سبب کړې يم.»

بل لور ته د خوست ولايتي چارواکي هم د دې مېرمنو ستونزې مني او وايي د حل لپاره يې دوامدارې هڅې کوي.

د شهيدانو، معلولينو او معيوبينو آمر سيدمحمد نېکزاد وايي ټولې هغه مېرمنې چې د کورنۍ سرپرستان يې په جګړو کې له لاسه ورکړي او دوی سره ثبت دي، په هرو شپږ مياشتو کې ور سره يوه اندازه نغدي مرسته کيږي.

نېکزاد وويل چې اداره يې له دوی سره ثبت شويو کسانو ته خپل حقوق او امتيازات ورکوي، خو زياتوي چې دا اندازه همکاری د هغوی ستونزو ته بسنه نکوي او بايد زياته پاملرنه ورته وشي.

نوموړي زياته: «وزارت په جګړو کې د شهيد شويو کورنيو له غړو سره د استوګنې د يوې، يوې نمرې ځمکې د ورکړې او د ابادولو لپاره يې د يوه اندازه پيسو ورکړې وعده هم کړې ده.»

د شمېرو له مخې په افغانستان کې د هغو ښځو شمېر شاوخوا شپږ سوه زره ته رسيږي، چې په روانه جګړه کې يې د کورنۍ نارينه غړي او يا سرپرستان له لاسه ورکړي دي.