ننګرهار

جلال اباد ښار کې د محلي پولیسو په رینجر موټر ماین چاودنه کړې

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د سیمه ییزو پولیسو پر یو رنجر موټر ماین چاودنه کې څلور محلي پولیس ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي (دوشنبه ۱۵ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، چې دغه پېښه نن سهار لس بجې او ۱۵ دقیقې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند بیز اکمالاتي سیمې اړوند سبزۍ مارکیټ ته نږدې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، دغه چاودنه چې د چپرهار ولسوالۍ د محلي پولیسو پر رینجر موټر شوې، څلور محلي پولیس په کې ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي: «نن سهار څه باندې لس بجې دبیز اکمالاتي سیمه کې د چپرهار ولسوالۍ د محلي پولیسو په موټر چاودنه کې څلور محلي پولیس ټپیان شوي دي.»

تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.