وسلې

ننګرهار کې د وسلو یو قاچاق کوونکی ونیول شو

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت جلال اباد ښار کې د وسلو یو قاچاق کوونکی له ۲۰ میله تفنګچو سره نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۱۵ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ملي امنیت موظفینو نن سهار د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بیزاکمالاتي سیمه کې د «زهیر» په نوم د وسلو یو قاچاق کوونکی له ۲۰ میله تفنګچو سره یو ځای نیولی دی.

خوږیاڼی وایي، نیول شوی کس د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

خوږیاڼي زیاته کړه: «نن سهار ملي امنیت جلال اباد ښآر کې د وسلو یو قاچاقبر له ۲۰ میله تفنګچو سره یو ځای نیولی او په خپل جرم یې اعتراف کړی.»

چارواکي داسې مهال د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې خپل سرو وسله والو خلک اندیښمن کړي دي.