هوایي برید

د حکومت له بنده تازه ازاد شوي طالبان هوایي برید کې وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي واي، په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ۱۳ هغه وسله وال طالبان وژل شوي چې تازه د حکومت له زندانونو ازاد شوي وو.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (دوشنبه، ۱۵ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ملي امنیت صفر دوه قطعې د شنبې په ماښام بټي کوټ ولسوالۍ کې په یو هوایي برید کې د طالبانو د سرګروپ عمر په ګډون هغه ۱۳ طالب وسله وال وژلي، چې تازه د افغان حکومت له زندانونو څخه ازاد شوي وو.

امرخیل زیاتوي: «د هوایي برید په ترڅ کې په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۱۳ هغه وسله وال طالبان وژل شوی چې په دې وروستیو کې له زندانانو ازاد شوي وو او بیا د جګړې ډګر ته راغلي وو.»

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.