کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې ۷ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۸۲۰ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۹۴ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار، پکتیا، بغلان، کندوز، پروان، نیمروز، دایکندي، غزني، لوګر، کاپیسا، کونړ، غور، پنجشیر، پکتیکا او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۱۰۵ تنو ته ورسېد.     

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۳۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۲ زره او ۶۶۶ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۷ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۲۴۴ تنو ته ورسېد.