د جلغوزو فابریکه

د جلغوزیو تر ټولو لویې فابریکې پرانسته؛ ولسمشر په اقتصادي زون د پکتیا بدلولو ژمنه وکړه

اطلاعات روز: ولسمشر محمداشرف غني وايي چې په اقتصادي زون د پکتيا بدلولو ته ژمن دی او په دې برخه کې دوامداره هڅې او فعاليتونه روان دي.

نوموړي دا خبرې په ګردېز کې په هېواد کې د جلغوزيو د پروسـس د تر ټولو لويې فابريکې او کاغذ جوړولو فابريکې په پرانيستغونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د لوګر، پکتيکا او خوست والیانو حضوري او د ولسمشر محمداشرف غني په ګډون، د کرنې وزير، د پانګونې د اسانتيا ادارې مشر، د څلور هېوادونو سفيرانو او ځينو چارواکو په انلاين ډول ګډون کړی و.

ولسمشر د دې فابريکو په پرانيسته خوښي څرګنده کړه او دا يې د خصوصي سکتور په برخه کې مهم او لوی ګام وباله.

غني وويل چې د سوېل ختيځ زون د مرکز ګردېز ښاري پراختيا، صنعتي پارک فعالېدل، مهمو سړکونو جوړول او د اقتصادي او صنعتي مرکزيت لپاره ورته ځينې نورې چارې خورا اړينې دي او تر سره به شي.

نوموړي زياته کړه: «په هېواد کې د جلغوزې يا تورې طلا په شان نورې مهمې سرچينې او پانګې هم شته چې بايد د واضح پلان پر اساس ترې د هېواد لپاره استفاده وشي، فکر وکړئ چې له دې څخه څنګه په ګډه کار اخيستلی شو؟ خصوصي سکتور مهم رکن دی او موږ ور سره يو.»

د رحيم ګرديزي شرکت مشر حاجي محمدګرديزي، چې يادې فابريکې يې جوړې کړې، وايي چې د دواړو فابريکو په جوړولو يې شاوخوا ۵۰۰ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

ګرديزي وويل چې ياد فابريکه د اروپا په سټنډرډ جوړه شوې، چې په کال کې د ۶۰ زره ټنه جلغوزيو د پروسـس ظرفيت لري او شاوخوا زر کسانو ته پکې د کار مستقيم يا غيرمستقيم زمينه برابره شوې ده.

نوموړي وويل: «ګردېز د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري، هېڅوک دې په خپله سرمايه نه ويريږي، دلته به يې نه يوازې سرمايه خوندي وي، بلکې قدرداني او عزت به يې هم وي. هيچا دومره سرمايه ګزاري نده کړې لکه ما، خو نن مې د خلکو لخوا بېساری عزت او سرلوړي وليده.»

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وويل چې ياده فابريکه د سوېل ختيځ زون سربېره د شرق زون د ننګرهار، کنړ او نورستان د جلغوزيو څخه هم د سالمې او ګټورې استفادې لپاره غوره فرصت رامنځته کړ.

فدايي وايي چې په ټوله کې دولت او په تېره د پکتيا ولايتي اداره د پانګه والو ملاتړې ده او په دې ولايت کې به د پانګه والو لخوا د پانګونې په صورت کې ورسره لازمه همکاري وکړي.

هغه وايي: «په ګردېز کې د ګرديزي صيب د پانګونې پيغام دا دی چې ګردېز کې هر څوک په ډاډه زړه د خپل هېواد او خپلو خلکو لپاره پانګونه کولی شي، تر څو له خپل ثروت څخه استفاده وشي.»

د جلغوزيو کاروباريان د دې پروسـس مرکز په جوړېدو خوښ دي او له دولت څخه غواړي چې ګاونډي هېوادونو ته د دې وچې مېوې د قاچاق مخنیوی وکړي.

د دوی له ډلې حضرت خان منګل وايي: «په لويو لارو کې مو دې امنيت ونيسي، له غلو مو دې وساتي، پوستې او نور خلک دې پيسې نه رانه اخلي، دا خلکو او دولت دواړو ته ګټه ده.»

په پای کې ولسمشر غني رحيم ګرديزي شرکت ګروپ ته په ګردېز کې د دې پانګونې په بدل کې د غازي محمداکبرخان مډال د ورکولو سپارښتنه وکړه.