قطر دوحه

د سولې خبرو اترو دویم پړاو به څومره د افغانانو هیلي پوره کړي!؟

لیکوال: اکمل ظاهر تره کی

د سولې په برخه کې شته فرصتونه که له یوې خوا په ښه ډول او په پوره احتیاط سره تعقیبیږي، له بله اړخه په ډېر ماهرانه ډول په کور دننه د ځینو کړیو او د سیمي ځینو مغرضو استخباراتي ډلو له خوا د دې خبرو د تخریب لپاره بندونه اچول کیږي.

د سولې خبرو اترو د لومړي پړاو په بریا پایې ته رسېدل، په کابل د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې او مرکچي پلاوي ترمنځ په پوره تفاهم او همغږۍ د ګډو ناستو ترسره کېدل د خبرو اترو دویم پړاو بریالي کېدو ته هیلي زیاتوي.

که مبالغه و نه کړم لومړی ځل به وي، چې په دومره لوی شمېر سیاسیون، حکومتي چارواکي، علما کرام، ځوانان، میرمنې او فعالان په یوه غږ او یوه خوله د سولې د بریا غږ پورته کوي، ذاتي غوښتنې یو طرف کوي او لومړیتوب په هېواد کې یوې تلپاتې او باعزته سولې راوستلو ته ورکوي، چې زما په نظر دا ښه بدلون او باید تعقیب شي.

تر ټولو مهمه داده، چې د سولې په برخه کې عامه ذهنیت جوړ شوی، ولس هم له شته وضعیته ستړی شوی، نه غواړي نور دا وضعیت دوام وکړي، حکومت هم د ډېرو فشارونو لاندې دی، ترڅو د سولې په برخه کې له هر فرصت څخه استفاده وکړي. طالبان هم له پخواني کوم ملاتړ څخه چې برخمن وه، کرار کرار یې له لاسه ورکوي، که څه هم ظاهراّ پاکستان د افغان سولې په برخه کې ځان همکار یادوي؛ خو په سیمه کې د پاکستان په نیت بې باوري وروستي حد ته رسیدلې او په نړیواله کچه هم تر فشار لاندې دی، ترڅو د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او هغوی ته خوندي ځایونه ورنه کړي.

امریکا هم په افغانستان کې د شته وضعیت په دوام له روسیې، چین او ایران څخه وېره لري، چې د دوي پر وړاندې ترې ګواښوونکي ګټه پورته نه کړي. همداسې ډېر نور دلایل شته، چې سولې ته د لار پرانېستل کېدو څرکونه پکې لیدل کیږي، یا که په بل ډول یې ووایو اوسمهال د افغانستان په جګړه کې ټولې ښکیلې غاړې یو ډول تاوان کوي چې په اصل کې دوي یې نه غواړي.

هغه هېوادونو چې د افغانستان د جګړې په دوام کې یې ګټه وه اوس د هغوی ګټې هم د خطر سره مخ شوي؛ نو بله لار نده ورپاتې ترڅو د افغان سولې له خبرو اترو سره مرسته وکړي، ولې دا د دوي په خوښه نه دی؛ بلکې مجبوریت یې دی.

د سولې دویم پړاو خبرو کې فرصتونه لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د سولې خبرو اترو د لومړي پړاو بریالي کېدل او د دواړو غاړو له خوا پر یو طرزالعمل هوکړه په دې مانا ده، چې اوسمهال دواړه غاړې د سولې په خبرو اترو کې ښه نیت لري او باید دا ښه نیت لا پسې غښتلی شي، چې دا کار په تفاهم او همغږۍ د سولې خبرو اترو په دویم پړاو کې کیدلی شي.

بل هغه بې باورۍ چې د سولې په لومړي پړاو خبرو کې د دواړه غاړو سره وي، د پوره بحثونو او خبرو اترو ورسته تر یوه بریده حل شوي، هغومره چې پخوا د یو بل خبرو ته د شک په سترګه کتل کېدل اوس دا کچه را ټېټه شوې، چې د سولې خبرو اترو د بریا لپاره ښه فرصت دی.

پر طرزالعمل له هوکړې وروسته دواړه غاړو یو بل ته یاداښتونه ورکړل. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوی کابل ته راغی، د حکومتي مشرانو او د ټولنې له بېلا بېلو غړو سره یې ناستې وکړې، د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې له خوا ورته ملاتړیز لارښود جوړ شو، د افغانستان لومړیتوبونه په کې په نښه شول.

د مرکچي پلاوي مشر وویل، اوس دوي پوهیږي، چې په کومو موضوعاتو بحث وکړي او د افغانستان لومړیتبونونه څه دي، چې په اصل کې اوس دوي په پوره ډاډ سره د خبرو مېز ته ځي او کله چې د خلکو او حکومت کلک ملاتړ وي پرته له تشویشونو خبرې ښې مخته وړل کیږي، چې ګټه پکې افغانان کوي. همدارنګه د طالبانو مرکچي پلاوی هم لاړ او له خپلو مشرانو سره یې پر یاداښتونو سلا مشورې وکړې، چې دویم پړاو خبرو کې به ترې ګټه اخلي.

د سیمي هېوادونو ته د ملي مصالحې عالي شورا د رییس سفرونه ډېر ګټور وه، تر ډېره حده یې سیمه ییزه اجماع رامنځته کړه، ټول په دې قانع شول، چې په افغان سوله کې د دوي ګټې دي او باید ملاتړ یې وکړي، چې اوسمهال د سولې خبرې اترې تر ډېره د دوي له شره خوندي دي. د سولې له خبرو اترو د امریکا غوڅ ملاتړ او په دې برخه کې د شته ننګوونو پر وخت له مخې لرې کول پدې مانا دي چې امریکا هم نور دلته سوله غواړي او له دې فرصت څخه باید په پوره احتیاط ګټه پورته شي.

همدارنګه ډېر نور فرصتونه هم شته دی. د سولې دویم پړاو خبرو اترو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه په هېواد کې شته تاوتریخوالی او هدفي وژنې دي، چې په هېڅ ډول د منلو نه دي. که طالبان رښتیا سوله غواړي، نو اوربند دې وکړي او د افغانانو د وینې تویندنې مخه دې ونیسي، که تاوتریخوالی او جګړې دوام پېدا کړي، د دې خبرو د ګډوډېدو ېره شته. بله ننګونه د طالبانو په تحریک کې د نظرونو د ژورو اختلافاتو شتون دی، که دوي سره خپلو کې جوړ را نه شي یقیني ده چې ستونزه جوړولی شي.

څه په دې نظر دي، چې موږ باید په زور او تاوتریخوالي سره کابل ته داخل شو؛ خو ځینې نور یې بیا د سولې او پخلاینې لار غوره ګڼې چې سولې ته د رسېدو اصلي لار همدا ده.

پاکستان لا هم په هڅه کې دی، چې په افغان سوله کې خپلې مغرضانه موخې تعقیب کړي، سره د ډېرو فشارونو لا هم کرار نه دی ناست. که د پاکستان تشویشونه ور حل نشي او له نړیوال سټیج څخه تر قومي تعقیب او فشار لاندې ونه نیول شي، د افغان سولې په برخه کې خنډ جوړیدلی شي.

د سولې په خبرو اترو کې د سیمي هېوادونو او نړیوالو سره د اړیکو موضوع ډېره مهمه ده، که په ښه ډول تعریف نه شي او هغوی مطمین نه کړای شي، دوي به د خپلو ګټو لپاره افغان سوله تخریب کړي. دوي سره باید په دوه اړخیزه ګټو مهم او ګټور بحثونه وشي او یوې هوکړې ته سره ورسیږي.

که طالبان په واک کې شریکیږي، شراکت به یې څه ډول وي؟ نظر به یې تغیر کړی وي که نه؟

همغسې چې پخوا وه که راځي، نو پخوانی ډول یې څوک ورسره نه مني، دا خپله یو لوی خنډ دی. نو په همدې اساس ویلی شو، که رښتیا هم دواړه غاړې په افغانستان کې یوې تلپاتې او باعزته سولې ته رسېدل غواړي، په کار ده چې په دې برخه کې شته ننګونې په پوره همغږۍ سره له مخې لرې کړي او منحیث د افغانانو په ښه روحیه او فکر سره د سولې خبرو مېز ته کیني. که بیا هم په دې دواړه غاړو کې یو یې هم د سولې پر وړاندې خنډ جوړ کړ، ملت یې څاري او بیا به ورته ملامت همغه وي، چې خنډونه جوړوي.