ولسمشر غني

ولسمشر اشرف غني ننګرهار ته رسېدلی

اطلاعات روز: ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار (پنج شنبه، ۱۸ مرغومې) ننګرهار ولایت ته رسېدلی دی.

ارګ پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار عمومي وضعیت ارزونې په موخه جلال اباد ښار ته رسېدلی دی.

د خبرپاڼې په وینا: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه نن سهار جلال اباد ښار ته ورسېد.»

خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر غني به په دغه سفر کې د ننګرهار پر ملکي او نظامي مسوولینو سربېره د یاد ولایت مشرانو، متنفذینو، علمای کرامو، ښځو، ځوانانو، مدني فعالانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په جلا جلا کتنو کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واوري.