د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیا ودان ووژل شو

اطلاعات روز: د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار کارته نو سیمې په نننۍ ماین چاودنه کې د عامه تصدۍ ویاند ضیا ودان ووژل شو.

د دې وزارت ویاند طارق ارین وایي، د ضیا ودان پر موټر چاودنه نن (یکشنبه، ۲۱ مرغومې) سهار شاوخوا ۸:۳۰ کې هغه مهال چې نوموړی د دندې پر لور روان و، رامنځته شوه.

د ښاغلي ارین په وینا، په دې چاودنه کې نوموړی او له دوو نورو همکارانو سره وژل شوی او یو بل تن ټپي دی.

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې کابل او ځینو نورو ولایتونو کې ماین چاودنې له خلکو ژوند اخلي.

کورنیو چارو وزارت د دې چاودنو اصلي عاملین طالبان یادوي، خو طالبانو بیا په دا ډول بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د نننۍ پېښې مسوولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.